لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي شمالي کوریا 3,000 پوځیان روس ته د روزنې لپاره لېږلي دي


د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن
د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن

امریکا وایي د روانې اکتوبر میاشتې په پیل کې د شمالي کوریا 3,000 پوځیان روس ته لېږل شوي او هلته روزل کیږي، وایي کېدای شي دوی د اوکراین خلاف جګړه کې د ماسکو د پوځیانو تر څنګ وجنګېږي.

تر دې وړاندې د امریکې د دفاع وزیر لواېډ اسټن د شورو- چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي وو، شواهد ښيي په روس کې د شمالي کوریا عسکر موجود دي خو ویلي یې وو دا لا نه ده معلومه چې په روس کې د شمالي کوریا عسکر څه کوي؟

د اسټن د خبرو نه یوه ورځ مخکې د یوکرېن صدر ولادېمېر زېلېنسکي وویل حکومت يې معلومات لري چې د شمالي کوریا دوه پوځې دستې په یوکرېن کې په ممکنه توګه جنګېدو دپاره په روس کې تربیت ترلاسه کوي.

اسټن دې خبرې ته اشاره وکړه چې د روس او د شمالي کوریا تعلقات مضبوط شوي او شمالي کوریا روس ته وسلې ورکړي دي.

اسټن په روس کې د شمالي کوریا د مبینه عسکرو په اړه وویل کې چېرې دوی د روس دپاره په جنګ کې شریکېږي نو دا به ډېره سنګینه مسله چې اثر به يې نه یوازې په یورپ بلکې د هند او بحرالکاهل په سیمه هم وغورځېږي.

اسټن په جنګ کې د روس د جاني نقصان ذکر هم وکړو او ويې وېل د شمالي کوریا عسکر ښيي د روس صدر ولادېمير پوټن کېدی شي چې په سخت مشکل کې دی.

د نېټو چارواکو هم د اسټن د اندازې حمایت وکړو. د نېټو چارواکي د جنوبي کوریا نه د نورو معلوماتو انتظار کوي. جنوبي کوریا تېره هفته د شمالي کوریا د عسکرو د حرکت په اړه استخباراتي معلومات عام کړل.

د نېټو ترجمانې فرح دخل الله وي او ای ته په یو بیان کې وویل اتحادیانو په روس کې د شمالي کوریا د عسکرو د تعیاناتۍ تصدیق کړی دی. د شمالي کوریا پوځ د ډېموکرېټېک پيپلز ريپبلېک اف کوریا، ډي پي ار کی، په رسمي نامه یادېږي.

دخل الله وویل په دې معامله د اتحادیانو سره صلاح مشوره دوام لري او که چېرې د شمالي کوریا د عسکرو هدف په یوکرېن کې جنګېدل وي نو دا به د روس په "غېر قانوني" جنګ کې د شمالي کوریا په ملاتړ کې اضافه او د جنګ په کرښو کې د روس د درنو نقصانونو څرګندونه کوي.

زېلېنسکي وویل که شمالي کوریا په یورپ کې په جنګ کې مداخلت کولی شي نو دا به څرګندوي چې په روس فشار کافي نه دی، روس به جنګ اوږد او وغځوي او دا چې دنیا روس په امن مجبورولو کې مرسته بلکې پوټن سره په جنګ کولو کې مرسته کوی.

د دفاع وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس او یوکرېن په سرحدي سیمو کې يې د یوکرېن ۱۴ ډرون او په تور سمندر کې يې څلور کښتۍ تباه کړې.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG