لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټريليا:د کشتۍ ډوبيدو پيښه کې په لسگونوکسان مړۀ شوي دي


اسټريليا:د کشتۍ ډوبيدو پيښه کې په لسگونوکسان مړۀ شوي دي
اسټريليا:د کشتۍ ډوبيدو پيښه کې په لسگونوکسان مړۀ شوي دي

نيټو او افغان چارواکي وائي په جنوبي افغانستان کې ترسره شوؤ دوؤ بيلا بيلو چاؤدنو کې د نيټويو عسکر او درې اولسي وگړي وژل شوي دي.
د پوليسو ولايتي مشر خان محمد مجاهد په دغه هکله وئيلي دي تندلارو دقندهار ولايت په مرکز قندهار ښار کې په يو سائيکل پسې چاؤديدونکي مواد تړلي وؤ دغه مواد يې دريموټ کنټرول له لارې چولي دي چې په نتيجه کې يې درې بې گناه ماشومان وژل شوي او شپږ کسان نور ژوبل شوي دي.
هغه وويل دچاؤدنې په مهال په سيمه کې هيڅ پوځي هدف موجود نۀ ؤ او په دغسې پيښو رامينځته کول سره ترهه گر خلک ويرول او دسيمې امن تباه کول غواړي.
په يوه اوونۍ کې دقندهار دننه دغه دوهمه چاؤدنه وه.
دتير اتوار په ورځ دنيټو په پوځيانو ځانمرگى بريد ترسره شوى ؤ چې پکې شپږ عسکر وژل شوي وؤ.
همدغه شان دشورو په ورځ سحر مهال دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې په افغانستان کې دميشتو نړيوالو ځواکونو يو عسکر هم وژل شوى دى.
نيټو په يو بيان کې وئيلي دي چاؤدنه په جنوبي افغانستان کې شوې خوپه دغه هکله يې نور تفصيلات نۀ دي ورکړي.
سږ کال په افغانستان کې دوژل شوؤ امريکائي او نيټو پوځيانو شمير 670ؤ څخه اوښتى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG