لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان لېډز ټېسټ مېچ کې اسټریلیا ته په درې وکټونوماتې ورکړه


پاکستان لېډز ټېسټ مېچ کې اسټریلیا ته په درې وکټونوماتې ورکړه

د انگلېنډ په لېډز ښار کې په دویم کرکټ ټېسټ مېچ کې د پاکستان کرکټ ټېم د اسټریلیا کرکټ ټېم په درې وکټونو سره ماتې ورکولو کې بریالې شوی دی.

د پاکستان ټېم د 15و کالو وروسته د اسټریلیا ټیم ته په ټېسټ مېچ کې ماتې ورکړی ده.

د لېډز کرکټ ټېسټ مېچ گټلو سره پاکستان د اسټریلیا پرضد ټېسټ سریز هم برابر کړو.
د پاکستان ټیم ته مېچ گټلو لپاره 180 رنزونه جوړول وو د پاکستان ټېم دغه رزنزونه په اوؤ لوبغاړو اوټ کیدو جوړ کړو.
د اسټریلیا کرکټ ټېم په خپلې لومړۍ بارې کې 88 رنزونه جوړ کړي و او دپاکستان ټېم په ځواب کې 258 رنزونو اوټ شو. د اسټریلیا ټیم په دویم اننگز کې 349 رنزونه جوړ کړو او د پاکستان ټیم ته یې مېچ گټلو لپاره 180 رنزونو هدف ورکړو چې د پاکستان ټېم دغه رنزونه په اووه وکټونو جوړ کړو.
د دوو ټېسټ مېچ سریز لومړۍ ټېسټ مېچ اسټریلیا گټلې و. د پاکستان کرکټ ټیم اسټریلیا ټیم د ټونټي ټونټي کرکټ سریز کې هم 2-0 سره ماتې وکړې ده.

XS
SM
MD
LG