لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټریلیا کې پولېس د ترهگرۍ په سازش یو مسلمان تن نیولی دی


مېلبورن د اسټریلیا دویم لوې ښار دی
مېلبورن د اسټریلیا دویم لوې ښار دی

په اسټریلیا کې پولېس یو مسلمان تن په دې الزام نیولی چې په مېلبورن ښار کې یې د نوي کال په دستوره د ترهگرې حملې سازش تیار کړی و. چارواکو ویلي د حملې هدف په پراخه کچه تباهي رامنځته کول وو.

پولېس ویلي صومالي نژاد ٢٠ کلن مشکوک تن غوښتل چې په خودکاره ټوپک "دومره کسان ووژني څومره چې کولی شي." دغه تن د اسټریلیا د دویم لوې ښار مېلبورن د فیډریشن سکویر کې د نوي کال په شپه حمله کول غوښتل. د مېلبورن دغه برخه د سیاحت او د نوي کال د ستورې دپاره شهرت لري.

پولېس د نیول شوي مشکوک تن نوم نه دی څرگند کړی. ویل کیږي هغه د حملې دپاره د انټرنیټ نه د القاعده هدایات ترلاسه کړي وو. په هغه داعش سره د خواښوگۍ الزام هم لگول شوی دی.

مشکوک تن د گل، دوشنبې، په ورځ د مېلبورن ښار په مضافاتو کې د دو رشته دار د کور څخه نیول شوی دی خو د پولېس یو چارواکې شین پیټن ویلي مامورینو د سږ کال د جنورۍ د میاشت راهسې د هغه د څارنه کوله.

د اسټریلیا د انصاف وزیر مایکل کينن ویلي د مېلبورن د حملې د سازش په شمول پولېس په تیرو دریو کلونو کې د ترهگرۍ ١۴ سازشونه ناکامه کړي دي. د کال ٢٠١۴ راهسې په ٧۴ کسانو باندې د ترهگرۍ په الزاماتو فرد جرم لگول شوی دی.

د سږ کال د اگست په میاشت کې پولېس ویلي وو د سډني ښار په هوايي اډه یې جهاز ته د بم خیژولو کوښښ ناکامه کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG