لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مطبوعات: په اسټریلیا کې د پاکستان کونسلخانه کې مشکوک پېکټ موندل شوی


په مېلبورن ښار کې د هند او فرانس کونسلخانې بهر پولیس او د امدادي ادارو مامورین ولاړ دي
په مېلبورن ښار کې د هند او فرانس کونسلخانې بهر پولیس او د امدادي ادارو مامورین ولاړ دي

په اسټریلیا کې مامورینو د هغو مشکوکو پېټکونو په اړه تحقیقات پېل کړې دي چې د هېواد په سرښار کېنبرا او مېلبورن ښار کې د یو شمېر هېوادونو په سفارتي ودانیو کې موندل شوې دي.

مامورینو په رسمي ډول دا نه ده په ډاگه کړې چې د کومو هېوادونو سفارتخانو یا سفارتي ودانیو ته مشکوک پېټکونه لیږل شوي دي خو په سرښار کېنبرا کې د امریکې سفارتخانې بهر د پولیس او د امدادي ادارو موټرې لیدل شوې وې.

امریکايي او برطانوي مامورینو تصدیق کړی چې کونسلخانو کې یې مشکوکو پېټکونو ترلاسه شوي دي.

د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه په مېلبورن ښار کې د پاکستان، سوېټزرلېنډ او مصر په کونسلگریو کې هم مشکوک پېکټونه موندل شوې دي.

د مېلبورن پولیس ویلي په ښار کې د پېکټونو د ١٠ پېښور په اړه یې پلټنې پېل کړې دي چې پکې د هندوستان، جرمني، اټلي او سپېن کونسلگرۍ شاملې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG