لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسټریا چانسلر: یورپي ملکونه دې د "پولېټیکل اسلام" په ضد محاذ جوړ کړي


د سیاسي اسلام په اړه د یورپي ملکونو د مشترک محاذ خبره لومړی د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران کړې وه او بیا نورو مشرانو هم خپله کړې چې پکې د اټلي خارجه وزیر هم شامل دی
د سیاسي اسلام په اړه د یورپي ملکونو د مشترک محاذ خبره لومړی د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران کړې وه او بیا نورو مشرانو هم خپله کړې چې پکې د اټلي خارجه وزیر هم شامل دی

د اسټریا چانسلر سباچین کرز په نورو يوپي ملکونو غږ کړی چې د هغه په وېنا د "پولېټیکل اسلام " په ضد دې مشترک محاذ جوړ کړی شي.

د جرمني ډای وېلټ ورځپانې سره مرکه کې غواړي چې د برداشت بې ځایه تصور ختم کړی شي او د یورپ ټول قامونه "دا احساس کړي چې د (پولېټیکل اسلام) سیاسي اسلام نظریه زمونږ ازادۍ او د یورپ د ژوند لارې دپاره څومره خطرناک دی."

هغه وویل "ايي یو (یورپین یونین) دې په اینده کې د پولېټیکل اسلام په مسله زیاته توجه وکړي."

د سیاسي اسلام په اړه د یورپي ملکونو د مشترک محاذ خبره لومړی د فرانس صدر اېمېنوېل مېکران کړې وه او بیا نورو مشرانو هم خپله کړې چې پکې د اټلي خارجه وزیر هم شامل دی. د اټلي خارجه وزیر تجویز کړی چې یورپ دې هم د امریکي پېټریټ اېکټ په ډول قانون خپل کړي چې د تندروۍ په ضد حکومتي مامورینو ته د څارنې زیات اختیارات ورکوي.

کرز وویل د سیاسي اسلام په اړه د یورپ د مشترکه محاذ خبره به هغه دا میاشت د یورپي مشرانو غونډې ته هم وړاندې کوي. هغه وویل په دې اړه د فرانس صدر او نورو یورپي مشرانو سره هم خبرې کړي‌ دي چې دا ډول دوی د يورپي یونین، یورپي اتحاد، دننه په ښه انداز کې رابطه وکړی شي.

کرز د پولېټیکل اسلام په اړه خبرې په داسې حال کې کړي چې دا هفته، د ګل، دوشنبې، په ورځ د اسټریا سرښار ویانا کې مسلح تن څلور کسان ووژل.

د اسټریا چارواکي د دې خبرې تحقیقات کوي چې ایا په حمله کې مشکوک تن، د استریا او مېسېډونیا ۲۰ کلن شهري، د اسټریا نه بهر په نورو ملکونک کې وسله والو سره هم اړیکې لرلې؟ دغه تن ته وړاندې هم د ترهګرۍ په لړ کې سزا ورکړی شوي ده.

د ویانا د حملې په لړ کې په سوېټرزلېنډ کې هم دوه کسان نیول شوي دي.

د سوېټزرلېنډ د انصاف وزیر ویلي درې واړه کسان همکاران وو او په ورستیو ورځو کې یې د یو بل سره لیدلي هم وو.

د وي او ای رپورټ وايي په اسټریا او فرانس کې د ورستیو حملو نه پس یورپي امنیتي مامورین د نورو حملو په اړه تشویش لري.

په ویانا کې د حملې ذمه واري داعش منلي ده. ډلې په خپله خبري وېب پاڼه عماق د یو تن وډیو هم ښودلی چې مشکوک حمله کوونکی پکې د ډلې د مشر بیعت کوي.

کرز وویل اسلامي ترهګري "زمونږ ټولنه" تقسیموولو غواړي.

کرز وویل "لیکن مونږ په دې نفرت ته ځای نه ورکوو. زمونږ دښمنان د کومې مذهبي ټولنې غړي نه دي. دا ترهګر دي. دا د عیسایانو او مسلمانانو، د اسټریا د ولس او د کډوالو ترمنځ جګړه نه ده بلکې د تهذیب او د بربریت ترمنځ جنګ دی."

د وي او ای رپورټ وايي ځینې مشرانو دا خبرداری کړی چې کرز او مېکران چې کوم دریځ خپل کړی دی وسله وال به دا یورپ د اسلام په ضد بللو دپاره استعمال کړي.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان د مېکران دا خبرې رد کړي چې اسلام یو داسې مذهب دی چې د کړګېچ سره مخامخ دی. د ترکي صدر د مېکران په دې خبره هم تنقید کړی چې په فرانس کې د پېغمبر اسلام د خاکو د بیا شایع کېدو حمایت یې کړی دی.

اردوان ویلي د فرانس د صدر ذهني توازن خراب شوی دی چې په ځواب کې فرانس د ترکي نه خپل سفیر بیرته بللی دی.

د پېغمبر اسلام د خاکو په لړ کې د یو فرانسوي استاذ د سر غوڅېدو نه پس مېکران ویلي هغه د رای د ازادۍ دفاع کوي.

اردوان د فرانس د مصنوعاتو د بایکاټ غږ هم کړی دی. په خلیجي ملکونک او اردن کې هم د فرانس د مصنوعاتو بایکاټ شوی دی.

فرانس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل تشدد د خلکو د راپاروولو په لړ کې د اردوان غندنه کوي او وه یې وېل په انقره د بندیزونو په اړه به د يورپي ملکونو سره خبرې کوي.

مېکران د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل هغه اسلامي بېلتون خوښي په هدف کول غواړي نه چې اسلام او نه هم د فرانس مسلمانان بدنامول غواړي. د برطانيی فاینېنشل ټایمز ورځپاڼه کې چاپ شوي یو خط کې هغه وویل هیڅ چا ته به اجازت ورنکړي چې ووايي فرانس یا یې حکومت د مسلمانانو خلاف د نسلي امتیاز نه کار اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG