لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

تندروه مذهبي مشر په مسلمانانو د امریکایي عسکرو د وژلو غږ کړی


تندروه مذهبي مشر په مسلمانانو د امریکایي عسکرو د وژلو غږ کړی

تندروه مسلمان مذهبي مشر انور الاولکي د امریکا په پوځ کې موجود په مسلمان پوځیانو غږ کړې چې افغانستان او عراق کې دی امریکایي ځواکونه ووژني.

د اتوار په ورځ د اسلامي جنگیالو په یوه ویب پاڼه خپور کړې شوې دغه ویډیو کې انور الاولکي ویلي هغه د امریکایي پوځیانو وژنه جائز گرځوي ځکه چې امریکا په افغانستان او عراق کې په ملېونو ملکي کسان وژلي دي.
ویډیو کې ښاغلې اولکي د ټېکساس په فورټ هوډ پوځي مرکز کې د 13 امریکایانو په وژنې تورن د امریکایي پوځي مېجر ندال حسن ستاینه کوي.
دی. تېره میاشت امریکایي چارواکو ویلي وؤ اوباما انتظامیه د امریکا استخباراتي ادارې سي اې اې ته انورالالکي دې نیولو یا د وژلو اجازه ورکړی. انور الاولکي چې د القاعده شبکې سره تړاو لري امریکا کې زیږدلې او مور پلار یې دې یمن دي.
یقین کېږي چې الاولکي په جنوبي ختیځ یمن کې په غرونو کې پټ دې.

XS
SM
MD
LG