لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ازادي مارچ: د مخالفه ګوندونو رهبر کمېټۍ خپلې غوښتنې حکومت ته وړاندې کړي


د تحریک انصاف د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د مخالفه ګوندونو په ملاتړ د ازادي مارچ رهبر کمېټۍ خپلې غوښتنې حکومت ته وړاندې کړي او نن د نهې، سه شنبې په ورځ به رهبر او حکومتي کميټي بيا ويني.

د دفاع وزير پروېز خټک په مشرۍ حکومتي کمېټۍ په رسمي ډول د مخالفه ګوندونو د رهبر کمېټۍ سره ليدلي دي.

حکومتي او رهبر کمېټۍ تېره شپه په اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمان په کور کې ليده کاته کړي دي.

د رهبر کمېټۍ مشر اکرم خان دراني د ليدنې وروسته ميډيا سره په خبرو کې وويل د وزيراعظم د استعفی په ګډون يې خپلې غوښتنې د حکومتي کمېټۍ په وړاندې کېښودې.

او پروېز خټک وويل دواړه کميټيانې به د خپلو مشرانو سره په ليدنه او غوښتنو او تجويزونو خبرې وکړې او نن د نهې، سه شنبې په ورځ به بيا ويني.

مولانا فضل الرحمان او مخالفه ګوندونه تور لګوي د ۲۵ جولايۍ ۲۰۱۸ په انتخاباتوکې درغلي شوې عمران خان په ټګۍ ټورۍ وزیراعظم جوړ کړی شوی، عمران خان دې استعفی ورکړي او بيا د سر نه دې انتخابات وشي.

د مخالفه ګوندونو او حکومتي کمېټۍ د ليدنې وروسته د حکومت اتحادي ګوند مسلم ليګ ق مشرانو چودري شجاعت حسېن او چودري پروېز الهي د شپې په مهال د مولانا فضل الرحمان سره ليدلي دي.

پرون د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ ټول ګونديزه غونډه هم شوې او د غونډې وروسته مولانا فضل الرحمان ويلي ټول مخالفه ګوندونو د هغه سره يو دي.

په اسلام اباد کې د حکومت پرضد د ازادي مارچ احتجاج په شپږمه ورځ دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG