لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په باجوړ کې د عوامي نيشنل ګوند د ځايي مشر په کور راکټې داغل شوي


د افغانستان سره په پوله پرته قبايلي ضلع باجوړ کې د عوامي نيشنل ګوند د ځايي مشر په کور راکټي برید شوی او دوه ښځې پکې ژوبل شوي دي.

بريد د عوامي نيشنل ګوند د مرکزي کونسل غړي د علاقې نه د ګوند پخواني کانديد شېخ جهانزاده په کور شوی دی.

د جهانزاده ورور خانزېب وايي سهار اته بجې يې په کور راکټې داغل شوي دي.

نوموړي وي او ای ډيوه سره په خبرو کې پخلی وکړو چې په بريد کې يې د کور دوه ښځې لږې ژوبل شوي دي.

هغه وايي څو مياشتې وړاندې هم په دوی دغه ډول برید شوی ؤ.

هغه په دې اړوند څه ونه ويل چې دوی ته د کوم طرفه ګواښونه دي خو وې ويل چې په علاقه کې د تېرې يوې مودې نه حالات بيرته خراب شوي دي.

په سمدستي ډول د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

د باجوړ د پوليس مشر شهاب علي شاه وايي د پېښې مقدمه درج کړی شوې او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.

نزدې لس ورځې وړاندې هم په باجوړ کې د جمعيت علما اسلام ف ګوند په يو ځايي مشر سلطان محمد وژونکی برید شوی او هغه د ژوبلېدو وروسته ژوند د لاسه ورکړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG