لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باجوړ کډوال لا هم د حکومتي مرستو په تمه دي


د پاکستان قبایلي سېمې باجوړاېجنسۍ د لوې سم، هاشم او غونډو ځايي خلک چې دوه کاله وړاندې خپلو سیمو ته ستانه شوي، وي او ای ډیوه ته وایي د دومره وخت تیریدو وروسته هم د حکومت لخوا اعلان شوي مرستې او ژمنې يې وه نه لیدلې.

د باجوړ اېجنسې د لوې سم، هاشم او غونډو اوسیدونکي ګیله کوي په اېجنسۍ کې د عملیاتو سر ته رسیدو وروستو د حکومت لخوا دوي ته ووېل شول چې خپلو علاقو ته ستانه شي.

ځايي خلک وايي خپلو کورونو ته د راتلو د اعلان سره سم حکومتي چاروکو ژمنه کړې وه چې دوي ته به د کورونو بیا جوړولو لپاره اعلان شوی امداد ورکړی کیږي. خو تر اوسه نه خو دغه امداد ورکړی شوی او نه د ژوند نور بنیادي سهولتونه لکه سکول، هسپتال او سړکونه جوړ شوي دي.

د غونډو یو اوسیدونکی د خپلې سېمې د حالاتو په اړه زیاتوي چې بیرته راغلو خو بچي مو بې تعلیمه لویږي، دلته سکولونه نشته د هسپتال سهولت نه لرو او بیا په نژدیو ورځو کې پرله پسې بارانونو مو ژوند نور هم ګران کړی.

د دغه سیمې د ځېنو اوسیدونکو ستونزې په لاندیني پوټ کې واورئ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG