لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنازه! که يو خاموشه احتجاج؟


ځاي خلک وايي د باجوړ او خواه و شا نورو سيمو خلکو په گڼ شمير کې د احمد شاه په جنازه کې گډون وکړو خو د احتجاجي چغو نعرو نه يې ډډه وکړه
ځاي خلک وايي د باجوړ او خواه و شا نورو سيمو خلکو په گڼ شمير کې د احمد شاه په جنازه کې گډون وکړو خو د احتجاجي چغو نعرو نه يې ډډه وکړه

د کراچۍ په ملير ضلع کې د وژل شوي پښتون زده کونکي احمد شاه جنازه په خاموشه احتجاج بدل شوې ده.

ځاي خلک وايي د باجوړ او خواه و شا نورو سيمو خلکو په گڼ شمير کې د احمد شاه په جنازه کې گډون وکړو خو د احتجاجي چغو نعرو نه يې ډډه وکړه.

د فاټا "يوت" یا د ځوانو جرگې د نهه يا سه شنبېې په ورځ د احتجاج اعلان کړی چې د باجوړ په مرکز خار کې به جوړولی شي.

د نقيب الله مسيد د پوليس په "جعلي مقابله" کې د وژل کیدو نه وروستو دا دريم پښتون ځوان دی چې د نامعلومه خلکو په لاس په تشدد وژل شوی دی. سهراب گوټ د کراچۍ ښار د ملير ضلع برخه ده چرته چې ځايي اوسیدونکی وايي د پولیس افسر راو انوار خپل سلطنت چلولو. هغه د نقيب مسيد په رنگ د۴٠٠ نه ډيرو بې عدالته وژنو تورونه لگول شوي دي.

په سوشل ميډيا دا بحث هم راپورته شوی او پوښتنې کیږي چې د راو انوار د پټيدو نه وروستو په ځانگړې توگه په ملير کې ولې اوس هم د پښتنو ځوانانو يا د امنيتي ادارو په ولقه کې او يا د ادارو لخوا وژنه روانه ده؟ دا وژنې پښتنو ته کوم پيغام لري؟ او دا د راو انوار خلاف جوړه شوې اولسي کرکې د کمولو د پاره کومه هڅه خو نه ده؟

څو ورځې وړاندې د موسی خان اکاخيل مړی هم د سهراب گوټ په سيمه کې غورزولی شوی و او په کراچۍ کې د وی او ای ډیوه خبریال فضل عزيز په وينا د اکاخیل پلار په دغه اړه د ميډيا سره خبرې نه کول غواړي. البته دا خبره ښکاره ده چې موسی خان اکاخیل په تشدد وژل شوی دی. د نقيب مسيد او د هغه په رنگ د نورو وژل شوو خلکو د عدالتي پلټونو غوښتنه د پښتون تحفظ موومنټ لخوا د هغه پېنځوغوښتنو برخه ده چې د پښتون پاڅون سرخيل منظور پښتين د پاکستان د چارواکو نه کړې ده.

د کراچۍ امنيتي ادارو د موسی خان اکاخیل بل ورور عيسی خان هم د هغه سره څه موده وړاندې وړی و او د موسی خان اکاخیل د مړي سره يې عیسی خان هم خوشې کړی دی. گمان کیږي چې د موسی خان اکاخیل د کورنۍ د هغه په مرگ د چپ پاتېکېدلو په بدل امنیتي ادارو عيسی خان ژوندی راخلاص کړی دی.

په باجوړ کې مې د د وي او ای ډیوه خبریال عرفان الله جان د احمد شاه د مرگ په اړه وویل چې خلک ډير زيات خفه او قهرجن دي ځکه چې د ماموندو په سیمه کې د احمد شاه کورنۍ په تعلیم او شرافت پیژندل کیږي.

احمد شاه په کراچۍ پوهنتون کې د زوالوجي د ماسټرز د اخري کال زده کونکی و او پلار سید بادشاه يې د سکول استاد دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG