لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د باجوړ د ځوانانو د وژل کیدو خلاف په ښار کې احتجاجونه وشول


په باجوړ کې شوي د احمد شاه د جنازې عکس

د پاکستان باجوړ قبایلي سیمې سره تعلق لرونکو دوه طالب علمانو د وژنې پر ضد د اتوار، یکشنبې، په ورځ په باجوړ کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولني غړو او عامو خلکو احتجاجونه وکړل او د حکومت نه يې د وژل شوو کسانو په وژنه کې د د ککړ تنانو د نیولو غوښتنه وکړه.

مظاهرو ته وینا کوونکو وویل دوی به د احمد شاه او احسان الدین د قاتلانو د نیول کیدو او دوی ته د سزاگانو پوري خپل احتجاج جاري ساتي. سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې غړو وویل حکومت د قبایلي خلکو په وژنه خاموشي اختیار کړې ده.

احتجاج کونکو تور ولگولو چې په "وردۍ" کې خلک او ترهګرددوي بې ګناه خلک وژني او زیاته یې کړه چې د ملک په بیلا بیلو برخو کې مزدوري کوونکي او زده کړې ترلاسه کوونکي طالب علمان د ویرې سره مخ شوي او ډېر پکې بیرته خپلوکورونو ته ستانه شوي.

باجوړ احتجاج په کراچۍ کې د احمد شاه د مرگ ورسته پیل شوي چې دا میاشت په کراچۍ کې په پراسراره توگه وژل شوی دی. د باجوړ ورستی وژل شوی تن احسان الدین دی چې په سیاسیاتو کې یې ماسټر ډگري ترلاسه کړی ده او د اسلام اباد څخه باجوړ ته را روان و خو وړمه ورځ یې د مردان ضلعې نه مړی ترلاسه شو.

په باجوړ کې د شوو احتجاجونو نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال عرفان الله جان په رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00

XS
SM
MD
LG