لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان کې روغتیايي وضعیت تر سوډان او سومالیا هم بدتر دی


د بلوچستان حکومت سږ کال د روغتیايي چارو لپاره ۱۸ اربه روپۍ ټاکلې دي، خو پاکستاني مطبوعات وايي هر کال د اربونو روپيو پر لګښتونو برسېره هم هلته روغتیایي اسانتیاوې د نشت برابر دي

د روغتیا چارواکي وايي د پاکستان په ناارامه بلوچستان ایالت کښې د روغتیا وضع تر افریقايي هېوادونو سو‌‌‌‌‌‌ډان او سومالیا هم خرابه ده.

په اسلام اباد کښې د عامې روغتیا د وزارت د خوراکي څانګې مشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر بصیر اڅکزي ‌‌‌‌‌‌ډیوه ته وویل، د زېږون په وخت په هغه ایالت کښې د ښځو د مړینې شمېر هم د پاکستان له نورو برخو څخه څلور چنده دی.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر اڅکزی وايي په بلوچستان کښې د خوراک د کاختۍ له امله ۵۲ سلنه ماشومان د قد نه غټېدو یا لنډوالي له ستونځې سره مخ دي چې په اینده کښې به د پاکستان په اقتصاد هم بدې اغېزې وکړي.

د ده په وینا د خوراک له کمي سره مخ ماشومانو کښې ذهني صلاحیت او د کار کولو استعداد هم تر نورو کم وي.

نوموړي وویل د پاکستان حکومت د نړیوالو مرستندویه ادارو په مالي مرسته په اوړو کښې د ویټامنو ګډولو او په روغتیایي مرکزونو کښې پر خلکو د ویټامن لرونکو بسکټونو د وېشلو پلان جوړ کړی دی چې زر به عملي شي.

د ماشومانو د رنځونو مشهور ‌‌‌‌متخصص ‌‌ډاکټر بشیر کاکړ وايي، داسې نه ده چې د بلوچستان یا د پاکستان په نورو برخو کښې د خوراک کمی دی بلکې په خلکو کښې د غریبۍ له امله د خوراکي توکو د اخیستو توان نه شته.

نوموړی وايي له ښځو او ماشومانو په ځانګړې توګه له مېندوارو ښځو سره باید خپل چلند هم بدل کړل شي او د هغوی د خوراکي اړتیاوو پوره پام و ساتل شي. هغه وایي ماشوم ته له زېږېدنې سملاسي وروسته د مور شیدې باید هرومرو ورکړل شي چې له دې څخه ماشوم له ‌‌‌‌‌‌ډېرو ناجوړیو څخه خوندي کېدای شي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر بصیر اڅکزی وایي په هغه ایالت کښې په هر یو لک ښځو کښې ۸۰۰ د زېږون په وخت ژوند له لاسه ورکوي او په هرو ۱۰۰۰ ماشومانو کښې ۱۶۰ ماشومان تر زېږون سملاسي وروسته مړه شي.

د بلوچستان حکومت سږ کال د روغتیايي چارو لپاره ۱۸ اربه روپۍ ټاکلې دي، خو پاکستاني مطبوعات وايي هر کال د اربونو روپيو پر لګښتونو برسېره هم هلته روغتیایي اسانتیاوې د نشت برابر دي.

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG