لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: په کچي ضلع کې ۱۲ ماشومان له شري ناروغۍ مړه شوي


د بلوچستان په کچي ضلع کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې ۱۲ ماشومان د شري له ناروغۍ مړه شوي دي او د روغتیا د چارواکو په وینا دا ناروغي لا هم په سیمه کې پسې خپرېږي.

د کچي د روغتیا افسر مرتضی شاه وایي، د شري ناروغي د ضلعې په درو کلیو کې خپره شوې ده، کوم ماشومان چې په دې ناروغۍ اخته شوي دي، سبب یې دا دی چې دوی له وېکسینه پاته شوي وي:

"کچي ضلع د څارویو ډېر پراخه څړځایونه لري، د اکتوبر له میاشتې له بېلابېلو سیمو کوچیان له خپلو مالونو سره دلته را کډه شي، ځکه نو هغه ماشومان چې وېکسین یې نه وي شوی له شري اغېزمن شي"

د روغتیا چارواکي د شري د خپرېدلو بل علت دا ښيي، چې وایي په سیمه کې بارانونه نه دي شوي او تل خاورې-دوړې بادېږي، چې له امله یې کمزوري او حساس ماشومان شری ونیسي.

د کچي ضلعې د (بوسا) کلي اوسېدونکی ګلزار وایي، په سیمه کې یې له څه مودې راهیسې د شري ناروغي خپره شوې، چې د لازمو روغتیایي اقداماتو د نشتوالي له امله ډېر ماشومان ځنې مړه شول:

"زما دوه غبرګوني زامن هم شري نیولي وو، چې تر ناروغۍ وروسته دواړه مړه شول، یو دیدار او بل دلدار نومېده"

ګلزار وایي د شري له ناروغۍ د مړه شویو ماشومانو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی، خو روغتیایي چارواکو تر اوسه یواځې د ۱۲ ماشومانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

د روغتیا افسر مرتضی شاه وایي داسې معلومات یې تر لاسه کړي، چې کېدای شي ځینې نور ماشومان هم د شري په ناروغۍ اخته شوي وي او لا هم پسې خپرېږي، خو وایي د روغتیا نړیوالې ادارې، یونیسیف او د بلوچستان د روغتیا ادارې ته یې خبر ورکړی دی، چې په مخنیوي کې یې ورسره مرسته وکړي.

مرتضی شاه وایي له شري ناروغۍ اغېزمنو سیمو ته یې شاوخوا لس روغتیایي ډلې لېږلې دي، چې تر اوسه پورې یې تر ۲۵۰۰ زیات ماشومان وېکسین کړي او له ناروغیو د ژغورنې ستنې یې ور لګولې دي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو د مرستې اداره یونیسیف وایي په بلوچستان کې ۵۰ فیصده ماشومان د خوراک له کمۍ سره مخامخ دي، چې له کبله یې په دې ایالت کې د ماشومانو د مړینې فیصدي زیاته شوې ده.

یونیسیف په خپل یوه پخواني رپوټ کې اندېښنه څرګنده کړې وه، چې وایي په بلوچستان کې یواځې ۱۶ فیصده ماشومان وېکسین کېږي، ځکه هغوی په بېلابېلو ساري یا خپرېدونکو ناروغیو اخته کېږي او د هغوی د مړینې سبب کېږي.

د بلوچستان د روغتیا وزارت دعوه کوي چې تر پخوا یې په ایالت کې د وېکسین کمپاینونه په بریالیتوب تر سره کېږي، خو پر دې برسېره وخت په وخت د ماشومانو د مړینې پېښې پکې رپوټ کېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG