لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې هر کال تر پینځه لکه زیات کسان په نري رنځ اخته کېږي


په پاکستان کې چارواکي وایي د نري رنځ یا دق په ناروغۍ هر کال تر پینځه لکه زیات نوي کسان اخته کېږي او په ټوله نړۍ کې دغه هېواد د دق د ناروغانو په نوملړ کې پر پینځم نمبر دی.

د پاکستان د عامې روغتیا وزیرې سایره افضل تارڼ د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې په هېواد کې یې د نري رنځ د وړیا درملنې لپاره په حکومتي او شخصي روغتونونو کې ۱۷۰۰ مرکزونه پرانیستي دي او تر ۲۰۳۰م کال پورې به پاکستان له دې ناروغۍ پاک شي.

په بلوچستان ایالت کې د روغتیا د چارواکو په وینا هر کال تر ۲۷۰۰۰ زیات کسان د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي، چې وایي دا د زیاتې اندېښنې وړ خبره ده.

په هغه ایالت کې د نري رنځ ناروغۍ د مخنیوي د ادارې مشر ډاکټر سلطان لیهړي وي.او.اې ډیوه ته ویلي، د ټي بي د وړیا درملنې لپاره یې ۱۱۷ روغتیایي مرکزونه جوړ کړي دي، چې وایي له ازموینو تر بشپړې درملنې هر څه پکې مفت دي. ښاغلی لیهړی وایي:

"د دق ناروغۍ په اړه مو په عام ولس کې د پوهاوي لپاره درې کلن کمپاین پلان کړی دی، چې کور پر کور به خلکو ته د دې ناروغۍ په اړه، د ناروغانو د پېژندنې او علاج په اړه معلومات ورکوو".

ډاکټر لیهړي وویل د ولس او ځینو ډاکټرانو د ناپوهۍ له امله ډېری مریضان خپله درملنه په نیمایي کې پرېږدي، چې وروسته بیا د دغې ناروغۍ علاج ډېر ستونځمن شي. د ده په وینا که تر شپږو میاشتو پورې په نري رنځ د اخته کس پوره علاج وشي، نو له دې ناروغۍ جوړېدلای شي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي، په ټوله نړۍ کې هر کال یو کروړ څلور لکه (۱۰.۴ میلینه) خلک د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي او شاوخوا څلورنیم زره مریضان له دغې ناجوړۍ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ځانګړې ویډیوګانې

په بلوچستان کې د پولیو د څاڅکو ځانګړی کمپېن پيل شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:56 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG