لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : د ملېشې عملياتو کې ۳۰ تندلاري وژل شوي


د ملېشې وياند وئيلي چې په عملياتو کې ۱۰ امنيتي سرتېرې هم ژوبل شوي دي .
د ملېشې وياند وئيلي چې په عملياتو کې ۱۰ امنيتي سرتېرې هم ژوبل شوي دي .
د ملېشې چارواکو وئيلي د بلوچستان صوبې په خضدار او قلات ضلع کې يې د تندلارو په ضد په غټه کچه عمليات کړي اوپه دغو عملياتو کې د ۳۰ نه زيات تندلاري وژل شوي دي .
د کړکېچ سره مخ صوبې بلوچستان د حضدار ضلعې په پروډهـ سيمه کې د گل په ورځ د تندلارو په ضد د ترسره شوؤ عملياتوپه اړه د ملېشې وياند خان واسع وئيلي ، چې د ملېشې په عملياتو کې د ۳۰ څخه زيات تندلاري وژل شوي او د شرخوښو شپږ گاډي هم تباه کړی شوي دي .
د ملېشې وياند وئيلي چې په عملياتو کې ۱۰ امنيتي سرتېرې هم ژوبل شوي دي .
چارواکو وئيلي عمليات د هغو شرخوښو په ضد شوي دي ، کوم چې په بلوچستان کې په اورگاډو ، امنيتي ځواکونو او نورو بريدونو کې ککړ دي .
چارواکو ادعا کړې ده چې په عملياتو کې امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د تندلارو د قبضې څخه راکټ لانچرې ، لاسي بمونه او په غټه کچه نوره وسله ترلاسه کړی شوې ده .
د ملېشې وياند وئيلي د شرخوښو او امنيتي سرتېرو ترمينځ سختې ډزې هم شوي دي ، راپورونه وايې د عملياتو له کبله په علاقه کې يره خوره شوې ده .
هلته بيا نن د گل په ورځ د حضدار څنگ ته په قلات ضلع کې يو پوځي هيلي کاپټر په هنگامي توگه کوز شوی ، چې په اړه يې د پاکستان په ځايي ميډيا کې د حضدارد عملياتو سره تړلي خبرونه مخې ته راغلي وو .
خو د ملېشې وياند وئيلي چې هيلي کاپټر د تکنيکي خرابۍ له کبله کوز شوی ؤ . د بلوچستان ـ قلات او حضدار ضلعې د صوبې تر ټولو حساسه سيمې گڼل کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG