لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان د اسمبلۍ غړي وايي په گوادر کې د سعودي په سرمایه کارۍ نه دي خبر


د سعودي ولیعهد شاهزاده محمد بن سلمان و پاکستان د سفر په مهال د ریاض او اسلام اباد تر منځه د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د لس ارب ‌‌‌‌‌‌ډالرو په لګښت د تیلو د صفا کولو کارخانه د جوړولو یاداشت لاسلیک شو
د سعودي ولیعهد شاهزاده محمد بن سلمان و پاکستان د سفر په مهال د ریاض او اسلام اباد تر منځه د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د لس ارب ‌‌‌‌‌‌ډالرو په لګښت د تیلو د صفا کولو کارخانه د جوړولو یاداشت لاسلیک شو

په بلوچستان کې د پارلمان غړي وایي د پاکستان مرکزي حکومت په ګوادر کې د سعودي عربستان په مالي مرسته د تیلو صفا کولو د کارخانې د جوړونې په اړه د بلوچستان حکومت نه دی پوښتلی.

په قامي اسمبلۍ کې د ملت پاله بلوچستان نیشنل ګوند مرستیال پارلماني مشر آغا حسن بلوڅ ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ویلي د بلوچستان د شتمنیو، مځکو او پرمختیایي پروژو په اړه مرکزي حکومت تل د بلوچستان ګټي او حقونه له پامه غورځولي دي، د ده په وینا دا غیرجمهوري او غېر آیني برخورد دی او د ایالت په ولس کې د محرومی احساس را پاروي.

حسن بلوڅ وویل دوی د پرمختیا په ضد نه دي خو د ګازو، تیلو، سرو زرو، کوئلې او سمندري شتمنیو څخه نیولې بیا ترچین پاکستان اقتصادي لوی لاري او په ګوادر کې د تیلو تر کارخانې پوري یوه هم لوظنامه کې نه خو د بلوچستان حکومت په اعتماد کې اخستل شوی او نه هم د ایالت اسمبلۍ ته څه جزیات ورکول شوي دي.

د سعودي ولیعهد شاهزاده محمد بن سلمان و پاکستان د سفر په مهال د ریاض او اسلام اباد تر منځه د بلوچستان په ساحلي ښار ګوادر کې د لس ارب ‌‌‌‌‌‌ډالرو په لګښت د تیلو د صفا کولو کارخانه د جوړولو یاداشت لاسلیک شو.

د یکشنبې یا اتوار په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ هم په یوه قرارداد کې په دغه لوظنامه نیوکې وکړې او له مرکزي حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې مرکزي حکومت دي په ګوادر کې د تیلو صفا کولو د کارخانې د جوړوني په لوظنامه کې د بلوچستان د وګړو د ګټو او حقونو بشپړه خوندیتوب یقیني کړي”.

دغه قرارداد د حکومتي او مخالفه غړو لخوا په یوه خله سره منظور شو، قرارداد د عوامي نیشنل ګوند زمرک خان اڅکزي او د بلوچستان نیشنل ګوند ثناء بلوڅ وړاندي کړی وو. د بلوچستان د اسمبلۍ غړي دا هم وایي چې مرکزي حکومت د ایالتي اسمبلۍ په هغه قراردادونو چې په مرکز پوري اړه لري، هیڅ باکه نه کوي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر او د جمیعت علماء اسلام مخکښ ملک سکندر خان تور لګوي چې د مرکز هر حکومت نه یوازي د بلوچستان بلکې د نورو وړو صوبو حقونه هم تر پښو لاندي کړي او بلوچستان ته خو د یوې مستعمرې په توګه ګوري.

نوموړي وویل که چېري دا برخورد نور هم دوام وکړي نو ښای چې د ایالت ولسونه نوره هم تنده لاره خپله کړي.

د رسنیو لپاره د بلوچستان د اعلا وزیر سلاکار عظيم خان کاکړ وایي د دوی حکومت د چین پاکستان اقتصادي لاري، سیندک پروژې، ریکودک پروژې او د ګوادر بندر په ګډون یو شمېر نورو پرمختیایي پروژو کې د بلوچستان د ګټو او حقونو د خوندیتوب په چارو خبري کوي او تر اوسه د مرکزي حکومت لخوا ورته مثبت غبرګون ورکول شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG