لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : بمي چاؤدنې اود ډزو پېښه کې ۳ عسکر وژل شوي ، ۱۴ نور ژوبل


د بلوچستان صوبې په تربت کې د ډزو پېښه او چمن کې بمي چاؤدنه شوې
د بلوچستان صوبې په تربت کې د ډزو پېښه او چمن کې بمي چاؤدنه شوې

د پاکستان بلوچستان صوبې په تربت سيمه کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې دوه عسکر وژل شوي ، او شپږ نور ژوبل شوي دي . او د چمن په سيمه کې بمي چاؤدنه کې اته نور کسان هم ژوبل شوي دي .

د راپورونو ترمخه د بلوچستان نصيراباد سيمې په تربت علاقه کې نن د زيارت په ورځ نامالومه وسله والو د امنيتي عسکرو په کاروان ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې لږ تر لږه دوه عسکر وژل شوي ، او شپږ نور ژوبل شوي دي .

د امنيتي سرچينو ترمخه د نامالومه وسله والو لخوا په امنيتي سرتېرو د ډزو په جوابې کارروائۍ کې دوه حمله کوؤنکي هم وژل شوي ، او نور د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي .

راپورونه وايي د پېښې وروستو امنيتي سرتېرو علاقه په گېره کې اخيستې ، او د لټون عمليات يې پېل کړي ، خو نوره کومه گرفتاري په عمل کې نه ده راغلې ، او نه د پېښې زمه واري چا په غاړه اخيستې ده .

د راپورونو ترمخه د ډزو يوه بله پېښه په کوئټه کې د گورنر هاؤس سره رامنځته شوې ، او نامالومه وسله والو د ملېشې يو عسکر په ډزو وژلی دی .

د افغانستان سره په پوله د بلوچستان صوبې چمن سيمه کې نن د زيارت په ورځ مال روډ يوه باندې يوه بمي چاؤدنه شوې وه ، د چارواکو په وينا په دغې پېښه کې د دوه پوليسو په گډون اته کسان ژوبل شوي وو .

د پوليس چارواکو په وينا مال روډ باندې بمي چاؤدنه د يو سرکاري وداني مخې ته شوې ، او بارودي موادي په موټرسائيکل کې ځائې په ځائي کړی شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG