لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: بي ایل ایف وسلوال سازمان له ورځپاڼو بایکاټ ختم کړ


د دریو میاشتو د ځنډ ورسته، د بلوچستان لرې پرتو سیمو ته د ورځپاڼو رسد بیا پیل شو
د دریو میاشتو د ځنډ ورسته، د بلوچستان لرې پرتو سیمو ته د ورځپاڼو رسد بیا پیل شو

بي ایل ایف وسلوال سازمان د ورځپاڼو بایکاټ بیرته ختم کړی او د بلوڅانو سیمو ته د ورځپاڼو ورتګ بیرته پیل شوی دی. د بلوڅو وسلوال سازمانونه له پاکستاني رسنیو او ورځپاڼو تل شکایت کوي چې د دوی په ضد حکومتي پروپیګنډو ته ډېر ځای ورکوي.

ګهرام بلوڅ چې د بلوچ لیبرېشن فرنټ سازمان ویاند دی رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې ورځپاڼو یې غوښتنې منلې دي ځکه یې بایکاټ پای ته و رساوه او هغوی ته یې اجازه ورکړه، چې د دوی په سیمو کې بیرته د ورځپاڼو خرڅلاو پیل کړي.

میراحمد د بلوچستان د ورځپاڼه وېشونکي تنظیم یو مشر وایي د ګوادر په شمول اکثرو بلوڅي سیمو ته یې له تېرو درو میاشتو ورځپاڼې نه دي لېږلي، چې له کبله یې د دوی کار ډېر اغېزمن شوی دی. میراحمد وایي له پرون راهیسې د ورځپاڼو لېږل بیرته پیل شوي دي:

"

اخبارونه شروع شوي دي. مستونګ، قلات، منګوچر، نوشکي، خضدار، خاران، دالبندین او حب ته اخبارونه پرون لېږل شوې دي. پنجګور او تفتان ته له نن دوشنبې شروع شوي دي

د بلوڅو خپلواکي غوښتونکي سازمان بلوچ لیبرېشن فرنټ درې میاشتې وړاندې په بلوچستان کې له ټولو ورځپاڼو او ټیلیویژنونو بایکاټ اعلان کړی وو او د بلوڅو سیمو ته د ورځپاڼو پر ورتګ یې بندیز لګولی وو.

دې سازمان هغه مهال خبرداری ورکړی وو چې چاته به د ورځپاڼو وېشلو او خرڅولو اجازه ور نه کړي، چې له کبله یې په لومړیو درو ورځو کې په کوټه ښار کې هم ورځپاڼې نه وې وېشل شوې، خو وروسته ورځپاڼه وېشونکو د امنیتي ادارو په بدرګه خپل کار ته دوام ورکړ.

بلوڅ ملتپال خصوصاً خپلواکي غوښتونکي سازمان اکثر ګیله کوي، چې د پاکستان برېښنایي رسنۍ او ورځپاڼې یا خو د بلوڅو ستونځو ته هیڅ پام نه کوي او یا یې په داسې بڼه وړاندې کوي، چې حقایق پکې تر پښو لاندې شوي وي.

د بلوڅانو په هغو سیمو کې- چې درې میاشتې د ورځپاڼو ورتګ ځنډېدلی وو- د خبریالانو کارونه هم ځنډېدلي وو او اکثر پریس کلبونه تړل شوي وو، چې د بي ایل ایف وسلوال سازمان د بایکاټ د ختمېدو تر اعلان وروسته بیرته پرانیستل شوي او فعال شوي دي.

د بلوچستان ورځپاڼه چلوونکي او خبریالان اکثر شکایت کوي، چې پر دوی له څو اړخونو فشار وي او نه پوهېږم چې څنګه د بیان ازادي په پام کې ونیسي. وایي که د وسلوالو سازمانونو د بریدونو خبرونه خپروي نو حکومت او استخباراتي ادارې یې مخنیوی کوي او که حکومتي موقف ته په خبرونو کې لومړیتوب ورکوي، نو وسلوال سازمانونه ورته ګواښونه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG