لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان کې عیسایان وايي د هدیرو مځکې یې قبضه کیږي


د توندروه مذهبي ډلې داعش تر برید لاندې راغلې د بلوچستان ایالت د مرکزي ښار کوټې پر زرغون سړک د ژیړو خښتو مېتوډسټ چرچ هلته د عیسایي ورورولۍ یواځینۍ کلیسا نه ده، بلکې په هغه ایالت کې تر ۴۰ زیاتې کلیساوې نورې هم شته.

"په بلوچستان کې عیسایان له پېړیو راهیسې اوسېږي، هیڅ مشکل ورته نه شته، کلیساوې یې په جوماتونو نه دي بدلې شوې، خو ترهګري د ټول پاکستان ستونځه ده، چې عیسایان، هندوان او مسلمانان ټول یې اغېزمن کړي دي". دا خبره په ایالتي اسمبلۍ کې د لږکیو غړی ویلیم برکت له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې کړې ده.

په بلوچستان کې د عیسایانو ټول شمېر نیژدې ٨٠٠٠٠ دی، چې زیاتره یې د ایالت په پښتني برخو کې مېشت دي. د دوی دوې غټې فرقې چې یوه یې رومن کېتولک او بله یې پروټسنټ ده، له چمن څخه تر ژوب او له کوټې څخه تر سیوۍ پورې خپلې کلیساګانې لري او ویلیم برکت وايي، دغه ټول عبادتځایونه اباد دي او په دوامداره توګه عبادتونه پکې کېږي.

په سرحدي ښار چمن او ژوب کې مېشت عیسایان وایي، دوی له پېړیو راهیسې په دغو سیمو کې ژوند کوي او خپل مړي یې تل هلته په خپلو هدیرو کې ښخول، خو په دې وروستیو کې یې د هدیرو مځکې امنیتي ځواکونو او ځایي خلکو نیولې دي. د اسمبلۍ غړی ویلیم برکت هم دا خبره تاییدوي او وايي:

"په چمن کې د پاکستان تر جوړېدو مخکې د عیسایانو د هدیرې پراخه مځکه وه، خو اوس دغه هدیره ملېشه ځواکونو قبضه کړې او خپله کلا یې پر جوړه کړې ده. تر ډېرو هلو ځلو وروسته هم دغه هدیره عیسایانو ته بیرته نه ده ور سپارل شوې".

په کوټه ښار کې د عیسایانو پر کلیسا باندې د ترهګرۍ تر وروستي برید وروسته، عیسایان په اندېښنه کې دي چې هسې نه د صوبې په مرکز او نورو ښارونو کې یې پر نورو کلیساوو هم ورته بریدونه وشي. دوی له حکومته غوښتنه کوي، چې د کلیساوو کلک امنیت دي یې ونیول شي.

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG