په بلوچستان ایالت کې چارواکې وایې که څه حکومت د تعلیم و څانګې ته اوس پاملرنه کوې خو د ښو استازانو د نشتوالې له امله ډېری سکولونه بندېدو ته نږدې دي.
په هغه ایالت کې د تعلیم د څانګې یو مشر نعمت خان کاکړ وایې مخکې په بلوچستان کې ټول ټال دوولس زره سکولونه وو او د محصیلينو شمیر نږدې لس لکه او پنځوس زره وو خو اوس د سکولونو شمېر تر څوارلس زره زیات دۍ خو د ذده کونکو شمیر نهه لکه او پنځه نیوي زره ته را کم شوی دی.
نعمت خان وویل ددې بل علت دادې چې د استازانو تنظیمونه سیاسې شوی دي او په ځینې برخو کې له سیاسي ګوندونو سره تړاو لرونکې فعالین د استازانو په توګه ګومارل شوې دې چې سکولونه څخه ورک وې. د ده په وینا که څوک ورته د خپلې دندې و وایې نو وزیران او سیاسې مشران یې د سپارښتنې لپاره رامخ ته شې.
په بلوچستان کې د کیلوالې پرمختیا د ادارې یوه مشره نسیمه سلام ډيوه ته ویلې سکولونه په ساینسې او د اړتیاو په اساس نه جوړېږي بلکې د اسمبلۍ د غړو په سپارښتنه جوړېږي چې له امله یې په يوه کلې کې څلور سکولونه وي او په نورو سیمو کې یو سکول هم نه وي.
میرمن سلام وویل د بلوچستان په ۳۳و ضلعو کې د نجونو ۲۲ انټر کالجونه او یوازې ۱۳ ډېګري کالجونه دې، همدغه وجه ده چې هلته نجونه د تعیلیم په ډګر کې شاته پاته دي.
د نجونو د تعلیم په هکله پوره بحث په لاندینې لینک اوریدلی شۍ