لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بلوچستان:چاودنه اؤ برید کې پینځه عسکر وژل شوي،ګڼ ژوبل


دپاکستان په کړکیچ ځپلي ایالت بلوچستان کې په امنیتي عسکرو چادونه اؤ برید کې پینځه عسکر وژل شوي اؤ ګڼ شمیر نور دلیویز عسکر اؤ عام وګړي ژوبل شوي دي.

دجمعې په ورځ د ډيره بګټي سیمې د ډپټي کمشنر ددفتر نه دخپور شوي بیان له مخې د ډيره بګټي ضلعې په پیشبوغي سیمه کې دماین یوه چاودنه کې دوه دوه دلیویز ځواک اؤ دوه د رضا کار فورس عسکر وژل شوي دي.

د وژل شوؤ عسکرو پېژندګلو د فتو خان، سائین بخش خیرالله اؤ دین محمد په نومونو شوې ده .

همدا شان دې چادنه کې د لیویز د درېوؤ عسکرو په ګډون اته کسان ژوبل شوي هم دي.

په سمدستي توګه لا ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې.

تر دې وړاندې د افغانستان سره په پوله پروت دبلوچستان چمن ښار کې د ليویز ځواک يو حوالدار د نامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی،

تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې ده.

ځايي چارواکو ويلي دغه پېښه د زيارت/ پنجشنبې په ماښام (27جنورۍ) د حاجي احمد ليويز په ناکه رامنځته شوې، او نامالومه وسله والو په ناکه بريد کړی دی.

چارواکو تاييد کړې چې په بريد کې د لیویز حوالدار محمد نعيم وژل شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې ده.

د چمن ضلعې مرستیال کمشنر جمه داد خان دغه پېښه تاييد کړې چې دا ترهګر بريد دی، او په پېښه کې د ککړو وسله والو د نيولو دپاره عمليات پېل کړی شوي دي.

د سيمې يو خبريال نور زمان اڅکزی وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو او د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګېدو باوجود دلته د ترهګرۍ او د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدل کې د اندېښنې وړ خبره ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، پکار ده چې حکومت دغه مسله جدي واخلي، د خلکو سره جرګه وکړي او د بدامنۍ د مخنيوي دپاره کلک ګامونه پورته کړي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان په خېبرپښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي دي.

په دغو بريدونو کې زیاتره په خېببرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې ترسره شوي او د زیاترو زمه وارۍ لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان منلي دي.

په بلوچستان صوبه کې په وروستيو دا لومړی پېښه ده چې ټي ټي پي زمه واري منلې ده، په دغه صوبه کې د زياترو بريدونو زمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې او ورسره داعش هم په غاړه اخلي.

درې ورځې وړاندې د 25 او 26 جنورۍ په ميځنۍ شپه کې د بلوچستان په کېچ ضلع کې په يو وسله وال بريد کې لس پوځي سرتيري وژل شوي وو.

پوځ پرون د زيارت په ورځ دغه پېښه تاييد کړې او ويلي يې وو چې د بريد په مهال نښته کې يو وسله وال هم وژل شوی او څو نور ژوبل شوي وو.

د ځايي خبريالانو په خبره د ياد بريد ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې " بي ايل ايف" منلې ده.

خو په پوځي بیان کې د حملې ذمه واري په چا نه ده اچول شوې.

XS
SM
MD
LG