لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بلوچستان کرونده ګر د خپلو باغونو او فصلونو ښه ساتنه څنګه کولای شي


د بلوچستان په قلعه سېف الله کې کروندګر د ټماټرو فصل په لمر وچوي

په بلوچستان کې د کښت وکروندې د چارو چارواکي وایي که صوبه یوې خوا ته له وچکالي سره مخ ده او د اوبو زېرمې ډېري کمي دي نو بل خوا ته کرونده ګر هم د زراعت په نویو او عصري طریقه نا بلده دي چې له امله یې د زیاتو مالي تاوانونو سره مخ کیږي.

د زراعت د څانګې د تحیقیق او څیړنو ډایریکټر عبدالرؤف کاکړ ډیوه ته ویلي که کرونده ګر یو څو اساسي خبري په پام کې ونیسي نو تر ډیره حده د اوبو د نشتوالي سربېره هم له خپلي کروندې ګټه اخستی شي.

نوموړي وویل چې د بلوچستان پښتني سیمي په دوو برخو وېشل شوي دي چې پکې واورینه او د وسي د بارانونو سیمي دي، تر کلا سیف الله ور پورته برخي د وسي یا باراني سیمي دي او کښته ټوله د واورو او وچ موسم برخي دي.

ښاغلي عبدالرؤف وویل د وسي په سیمو کې بادام، پسته، زیتون یا شنلۍ، تخمي انګور، هر ډول سبزیاني، غنم، جواري، ویرجینیا تمباکو، خټکي او زعفران— دا ډول په واورینو برخو کې زردالو، شپتالو، ناشپاتي، چېری، بې تخمه انګور، سېب، پسته، زعفران، سبزیاني، زیره، غنم، وربشي او هیندوانې کیږي.

نوموړي وویل د درختو ښه ساتنه، سمه تاکپېري (شاخ تراشي)، پر وخت زهرپاشي هم ډېره مهمه ده خو بدبختانه ډېری زمیندار په دې نه دي پوه چې تاک پېري څنګه او څه وخت وشي همدا ډول د زهر پاشي په اصولو او د اوبو په ورکولو هم پوه نه دي چې لامل یې مالي زیان وي.

ښاغلي عبدالرؤف کاکړ د شاخ تراشۍ، دوا پاشني او د فصلونو د ډول او امدن په هکله تفصیلي خبري د ډیوه د روانو چارو په خپرونه کې له کوربه نصیر کاکړ سره کړي چې تاسو یې په لاندیني لینک کې اورېدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
Direct link


  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG