لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : د بلوڅ یاغیانو په بريد کې 15 عسکر وژل شوي


بلوچستان : د بلوڅ یاغیانو په بريد کې 15 عسکر وژل شوي
بلوچستان : د بلوڅ یاغیانو په بريد کې 15 عسکر وژل شوي

د شورو په ورځ چارواکو وئيلي دي د بلوچستان د سبې ضلعې په مارگټ سيمه کې تيره شپه گڼ شمير بلوڅ یاغیانو په امنيتي ځواکونو بريد کړى چې پکې 15 د ملېشه عسکر وژل شوي او 14 نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي د بلوچستان د سرښار کوئټې څخه 60 کلو ميټره ختيځ لوري ته په مارگت سيمه کې په لسگونو بلوڅ بېلتون غوښتونکو په دوؤ پوستو بريد کړى، دبريد نه وروستو د وسله والو یاغیانو او امنيتي ځواکونو ترمينځ ډزې شوي.
سرچينې زیاتوي گڼ شمير وسله والو یاغیانو په درنو وسلو سره د فرنټئير کور(ملېشاء) ځواکونو په پوستو بريد وکړو.
ددغه بريد مسؤليت د بلوڅ لبريشن ارمي وياند مرک بلوڅ په غاړه اخستې او هغه په دغه بريد کې د35ؤ عسکرو دوژنې ادعا کړې.
وياند وائي دغه بريد دنهې په ورځ په کراچۍ کې دبلوچستان اسمبلۍ دغړي صاحبزاده بختيار ډومکي دښځې او لور دوژنې غبرگون دى.
بلوچستان د قدرتي وسیلو نه ډکه صوبه ده او بلوڅ یاغیان د حکومتي ځواکونو پر ضد فعاليتونو ته دوام ورکوي او وخت په وخت امنيتي ځواکونو پرضد بريدونه ترسره کوي چې پکې تر دې مهاله په لسگونو عسکروژل شوي دي.
بلوڅ یاغیان د خپلې صوبې په قدرتي وسيلو د لويې برخې ترڅنگ په مقامي حکومت کې خپل غږ غواړي.
د دوي ځېني تندروه ډلې د پاکستان نه د مکمل ازادې غوښتنه هم کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG