لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد عدالت مجیدخان اڅکزی ولې په ضمانت خوشې کړ؟


په کوټه کې د یو ټرېفیک پولیس په وژلو تورن د بلوچستان اسمبلۍ غړی او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر مجید خان اڅکزی په ضمانت له جېله خوشی شوی دی.

قانون پوهان د هغه خوشي کېدل غیرقانوني نه ګڼي. د بلوچستان د هایکورټ د وکیلانو د اتحادیې پخوانی مشر قانونپوه ساجد ترین له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، چې د اسمبلۍ غړی مجیدخان له قانون سره سم په ضمانت خوشي شوی دی.

"د قانون له مخې دا د ضمانت وړ مقدمه ده او د مجید خان اڅکزي ضمانت باید ډېر مخکې لا شوی وای، خو پولیسو د هغه ایف ای آر غلط درج کړی وو، ځکه یې را خوشي کېدل وځنډېدل".

مجید اڅکزی د بلوچستان په ایالتي حکومت کې د عامه احتساب (پبلک اکاونټس) کمېټۍ مشر دی، چې د روان کال په جون میاشت کې په دې تورن شو، چې د کوټې ښار پر زرغون سړک یې یو ټرېفک پولیس انسپکټر حاجي عطاالله په خپل موټر وهلی او وژلی دی.

د کوټې پولیسو په پیل کې د وژل شوي ټرېفک پولیس د وژنې مقدمه د ناڅرګندو کسانو په خلاف درج کړې وه، خو د مجید خان اڅکزي د موټر ډراېور یې د شک په توګه نیولی وو، خو تر پېښې څو ورځې وروسته چې زرغون سړک د پټو څارونکو کېمرو ویډیو پر ټولنیزو رسنیو خپره شوه، نو دا پکې ښکاره شوه چې یو موټر په تېزۍ سره راځي او پر جي پی او چوک ولاړ ټرېفک پولیس ناببره ووهي او سخت یې ټپي کړي.

په ویډیو کې دا هم لیدل کېږي چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دغه مشر مجید خان اڅکزی تر پېښې وروسته له هغه موټره را کوزېږي، چې ټرېفک پولیس یې په ناترسۍ وهلی دی.

د دې ویډیو تر خپرېدو وروسته پولیسو مجید خان په نیمه شپه په کوټه کې له خپل کوره ونیو او مقدمه یې د هغه په خلاف درج کړه، چې له هغه وروسته د کوټې په جېل کې بندي وو.

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد عدالت پر مجید خان اڅکزي د موټرانجن د نمبر بدلولو او د تاوان لپاره د سړي تښتونې شواهد پیدا نه کړل او هغه ته یې په دغو مقدمو کې برأت ورکړ، خو د قتل په مقدمه کې لا هم ښکېل دی او قضیه یې په عدالت کې تر څېړنې لاندې ده.

تر بندي کېدو وروسته د مجیدخان اڅکزي په خلاف درې نورې زړې مقدمې هم را برسېره شوې، چې په هغوی کې د قتل، د تاوان لپاره د تښتونې او د موټر د انجن نمبر د بدلولو مقدمې شاملې دي.

د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې هغه د ترهګرۍ ضد عدالت د ۵ لکه روپیو ضمانت درخواست وړاندې کړو، چې ومنل شو او د جمعې په ورځ د کوټې له جېله را خوشی کړل شو. د ګوند او د خپلې قبیلې ګڼ شمېر کسانو یې د خلاسون هرکلی وکړ.

د رپوټونو له مخې مجیدخان هماغه وخت د وژل شوي ټرېفک مشر فاتحې ته هم د پنجاب ډېره غازیخان ته ورغلی وو او د هغه له کورنۍ سره یې روغه جوړه کړې وه، ځکه چې د ده په وینا دا یوه قصدي پېښه نه وه، خو د وژل شوي پولیس مشر اولادونو وروسته رسنیو ته وویل، چې د خپل پلار قاتل به ونه بخښي.

مجیدخان اڅکزی د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمودخان اڅکزي د تره زوی دی، چې د ۲۰۱۳م کال په عمومي انتخاباتو کې له قلعه عبدالله ضلعې څخه د بلوچستان اسمبلۍ ته بریالی شوی وو. نوموړی د صوبایي حکومت د عامه احتساب د کمېټۍ مشر دی، چې په صوبه کې د کرپشن د مخنیوي لپاره کار کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG