لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې په دریمه ورځ هم ورځپاڼې نه دي ویشل شوي


د پاکستان په نارامه صوبه بلوچستان کې د ياغي بلوڅ ډلې د ګواښونو وروسته، نن په دريمه روځ هم کوټه او د نورو ښارونو په مارکيټونو کې ورځپاڼې د خرڅ لپاره نه دي ليدل شوي.

د بلوچستان جداېي غوښتونکې ډلې بلوڅ لبريشن فرنټ څو ورځو وړاندې ګواښ کړې وو چې که ميډيا خپله رويه بدله نکړه نو پر ضد به يي ګامونه اخلي.

د تیرو دریو وروځو راهسې په کوټه او نورو يو شمير ښارونو کې د دغې ګواښ وروستو د ورځپاڼو ویش اودريدلې او د اخبارونو خرڅونکو یا هاکرانو وينا ده د دغې کار په حقله ورته خطر دې او دوي نه شي کولې چې اخبارونه وويشي.

هم نن د بلوچستان په حب ښارګوټي کې د پاکستان یو شخصي ټي وي (جيو) په ځاېي دفتر لاسي بمونه ویشتل شوي او د دغې پرید پړه بلوڅ ملت پاله ګوند بلوڅ لېبريشن ارمي په غاړه اخستې ده.

د بلوچستان لبریشن فرنټ نومې ډلې په بلوچستان کې د اکتوبر د میاشت د ٢۴ مې نټیې نه پس د مطبوعاتو خلاف د عملیاتو پیل کولو دړکه کړې ده او د ډلې د ګواښونو په وجه د تیرو دوو ورځو راهسې په صوبه کې ورځپاڼې نه دي ویشل شوي.

مطبوعاتو ته په اردو ژبه کې لیږل شوي بیان کې بلوچستان لیبریشن فرنټ ویلي خبري ادارو ته د اکتوبر د میاشت د ٢۴ مې نیټې ورکړی شوی معیاد ختم شوی دی او وس به تنظیم په ټول بلوچستان کې د صحافیانو، مطبوعاتو، ټي وي، کیبل اپریټرانو او د خبري صنعت سره تړلې خلکو خلاف اقدامات کوي.

حکومت بي ایل ایف غیر قانونه تنظېم ټاکلی دی.

په بلوچستان مطبوعاتو او خبریالانو ته ګواښونه او دړکې څه نوي خبره نه ده. د صحافیانو تنظمیونه په ریاستي ادارو، مسلح مذهبي او بیلتون خوښو ډلو مطبوعاتو ته د دړکو ورکولو تور لګوي.

د صحافیانو د تحفظ نړي واله اداره کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس وايي بلوچستان په خصوصي توګه د خبریالانو لپاره خطرناک ځای دی.

بلوچستان د تیرې څه مودې راهسې د ټیټې کچې یاغیتوب سره مخامخ دی. حکومتي او امنیتي مامورین په صوبه کې په حکومت د حملو او د نور تشدد الزام په بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو لګوي. خو څیړونکې وایي تندروه مذهبي ډلې هم په صوبه کې په تشدد کې لاس لري.

بلوڅ قام پرستې ډلې د صوبې په قدرتي وسیلو زیات اختیار غواړی او الزام لګوي چې مرکزي حکومت خو د صوبې د قدرتي شتمنو نه ګټه پورته کوي خو د صوبې ولس خیر ښیګړې ته پام نه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG