لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چارواکې وايي په بلوچستان کې د وچکالۍ له امله ډېری خلک کوچېدلي 


د کرونده ګرو د تنظیم مشر عبدالرحمان بازیی وایي په بلوچستان کې وچکالي ناڅاپي نه ده راغلې بلکه کلونه یې اخستي خو دمخنیوي لپاره یې حکومت پیاوړي اقدامات نه دي کړي چې له امله یې کرونده ګر او مالداره د اربونو روپیو له تاوان سره مخ شوي او حکومتي خزانې ته هم زیان اوښتی

په بلوچستان کې حکومت وایي هلته له 33 ضلعو څخه 20 ضلعې له وچکالۍ څخه اغېزمنې دي چیرې چې د نړیوالو ادارو سره په ګډه د بېړنیو مرستو لپاره ګامونه اخستل شوی دي.

د کورنیو چارو وزیر ضیالانګو ویلي په ټوله صوبه کې تر یو لک زیاتې کورنۍ له وچکالۍ اغېزمنې دي او هغوی ته د خوراک، زراعت، روغتیا او د ماشومانو لپاره د نړیوالو ادارو د ګډې ډلې د ارزونو، سپارښتونو او مالي مرستو سره سم یې د کومک رسونې کارونه پیل کړي دي.

په یاده صوبه کې د کرونده ګرو د تنظیم مشر عبدالرحمان بازیی وایي په بلوچستان کې وچکالي ناڅاپي نه ده راغلې بلکه کلونه یې اخستي خو دمخنیوي لپاره یې حکومت پیاوړي اقدامات نه دي کړي چې له امله یې کرونده ګر او مالداره د اربونو روپیو له تاوان سره مخ شوي او حکومتي خزانې ته هم زیان اوښتی.

وزیراعظم خان په بلوچستان کې ټیوب وېلو (برمو) ته د شمسي توانايي ورکولو اعلان کړی
وزیراعظم خان په بلوچستان کې ټیوب وېلو (برمو) ته د شمسي توانايي ورکولو اعلان کړی

ښاغلي بازیي وویل په صوبه کې هرکال تر 5 میلیون ایکړ فټه زیاتې باراني اوبه چې د دوو تربېلا ډېمونو برابرې دي، د بندونو د نشتوالې له امله ضایع شي او په وینا یې که چیري دغه اوبه مهار شي نو بلوچستان به د ټول پاکستان زرعي او خوراکې اړتیاوي پوره کړي.

عبدالرحمان بازیي وویل د حکومت د بېغورۍ له کبله بلوچستان کې ځنګلونه ختم شو، تر مځکې لاندي اوبه وچې او خلک یې پوروړي شوي دي.

په بلوچستان کې د زراعت د محکمې ډایریکټر عبدالرؤف کاکړ وویل د اوبو د غټو او وړو زیرمو د کمښت له امله صوبه یوازي 20 سلنه اوبه د زېرمه کولو استعداد لري او که نور بندونه جوړ کړل شي نو وچکالي کنټرول کېدای شي. هغه وویل د زراعت غلط طرز او فصلونه هم د اوبو د نشتوالې سوب دي.

نوموړي وویل د وچکالۍ له امله ځایي خلک کډه کېدو ته مجبور شوي او د صوبې او پاکستان هغه برخو ته تللي چېري چې کښت و کرونده شته او هلته د کوچیانو په ډول ژوند کوي.

عبدالرؤف کاکړ وویل که څه هم د کډو شویو خلکو کره شمېر لا نه دی مالوم خو ګومان کېږي چې سلګونه کورنۍ چې مخکې شتمنې وې او کوچیانی ژوند کوي او ماشومان یې له زدکړو هم بې برخي دي.

ښاغلي کاکړ وویل حکومت په اغېزمنو برخو کې د متبادلې کرهنې او د کرونده ګرو د تربیې پروګرامونه شورو کړې دي او ډېر زر به یې مثبتي نتیجې مخې ته راشي.

په عین حال کې وزیراعظم عمران خان ویلي په بلوچستان کې کروندګرو سره د مرستې په غرض به ټیوب وېلو (برمو) ته شمسي توانايي ورکول کېږي.

د وزیراعظم دفتر د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل عمران خان د بلوچستان د کروندګرو سره د مرستې دغه اعلان د بلوجستان اعلا وزیر جام کمال خان سره په ملاقات کې وکړو. د بیان ترمخه وزیراعظم اړونده مامورینو ته امر وکړو چې په بلوچستان کې ټیوېلو ته د شمسي توانايي ورکولو په اړه تګلاره زر تر زره تیاره کړي.

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG