لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د پنځه چچنیایانو د وژنې په پېښه کې تورن پخوانی پولیس افسر و وژل شو


په کوټه کې د پولیسو یو ګوښه شوی افسر ناڅرګندو کسانو په ډزو وژلی دی او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

فضل الرحمن کاکړ د کوټې ښار د ایرپورټ تاڼې پخوانی مشر یا ایس.ایچ.او وو، چې د یکشنبې په ورځ د کوټې ښار پر مسجد سړک وسلوالو ورباندې ډزې کړي او ځای پر ځای یې وژلی دی.

د وژل شوي پولیس افسر مړی سمدستي د کوټې سېول روغتون ته وړل شوی او د مړي طبي پلټنه (پوسټ مارټم) یې شوې ده. پولیس چارواکي وایي تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې هغه په هدفي ډول وژل شوی که څنګه.

د ۲۰۱۱م کال په مې میاشت کې چې د کوټې د خروټ اباد سیمې پر (خېزۍ) چوک ۵ چچنیایان د پولیسو او ملېشه سرتېرو په ډزو و وژل شول، فضل الرحمٰن کاکړ هغه مهال د ایرپورټ تاڼې مشر وو او د دغو چچنیایانو په وژنه کې تورن وو، چې له هغه مهاله تر اوسه له خپلې دندې ګوښه کړل شوی وو.

دغه پینځه چچنیایان- چې درې ښځې او دوه سړي وو- امنیتي پولیسو او ملېشه سرتېرو په دې تور وژلي وو، چې ویل یې هغوی ترهګر وو په ځان پورې یې چاودېدونکي مواد تړلي وو او غوښتل یې چې پر امنیتي چیک پوسټ برید وکړي.

د دغو چچنیایانو د وژنې د پېښې لپاره یو عدالتي کمیشن جوړ شو، چې تر ډېرو پلټنو وروسته یې وژل شوي چچنیایان بېګناه وګڼل او د دې پېښې پړه یې د پولیسو او ملېشه ځواکونو پر تورنو افسرانو ور واچوله، چې په هغوی کې د هغه مهال د کوټې ښار د پولیسو مشر داود جونېجو، د ملېشه ځواکونو کرنل فیصل شهزاد، اسسټنټ سب انسپکټر رضاخان او ایس.ایچ.او فضل الرحمٰن کاکړ شامل وو.

عکاس خبریال جمال تره کی هغه لومړنی کس وو، چې د خېزۍ چوک پېښې ته ور رسېدلی وو او د چچنیایانو د وژنې ویډیو یې جوړه کړې وه. عدالتي کمیشن د خپلو پلټنو لپاره تر ډېره د ده له ویډیو مرسته واخیسته، چې له کبله یې نوموړی یو ځل پولیس وهلی ټکولی وو او د ده په وینا ژوند ته یې خطرونه پېښ شول.

د دې پېښې پوسټمارټم ډاکټر سید باقر شاه کړی وو، هغه ویلي وو چې دغه چچنیایان د پولیسو او ملېشه سرتېرو په ګولیو وژل شوي دي او نه یواځې دا چې د دوی په بدنونو پورې بمونه نه وو تړلي، بلکې په دوی کې یوه مېرمن د ۷ میاشتو مېندواره هم وه.

ډاکټر باقر د دې پېښې په تړاو د ۲۰۱۱م کال په دیسمبر کې و وژل شو او په پېښه کې ذمه وار پولیس افسر اسسټنټ سب انسپکټر رضا خان د ۲۰۱۳م کال په اګست کې د خپل کور مخ ته و وژل شو او درېیم کس فضل الرحمٰن کاکړ دی، چې و وژل شو.

د فضل الرحمٰن کاکړ د وژنې ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.

دا په ۲۰۱۸م کال کې اووم وسلوال برید دی، چې په بلوچستان کې پر پولیسو شوی دی. تر دې وړاندې په کوټه، چمن او کېچ سیمو کې پر پولیسو حملې شوې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG