لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په لورالايي کې چاودنې دوه کسان وژلي


د جون په میاشت کې هم په لورالايي کې په پولیس برید شوی و

د بلوچستان په لورالايي ښار کې چارواکي وايي چې د گل، دوشنبې، په ماښام په د پولیسو موټر ته څیرمه په چاودنه کې یو پولیس او یو مشکوک حمله کونکی وژل شوی دی.

د راپورونو پر اساس، د پولیسو د ایګل سکواډ افسرانو دوه مشکوک موټرسایکل سپرو ته د وردیدو اشاره وکړه مګر دوی امر ونه منلو او د وتښتیدو کوښښ یې وکړو. په دې مهال چاودنه وشوه چې یو پولیس افسر او مشکوک حمله کونکی پکې ووژل شو.

پولیس افسرجواد طارق تاید کړه چې یو موټر سایکل سپاره د ځان پورې تړلې چاودېدونکي مواد خلاص کړل.

پولیس او د ایف سی ځواکونو سیمه محاصره کړه.

وېل کېږي چې پاکستاني طالبانو د حملې ذمه واري منلې ده.

XS
SM
MD
LG