لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ به خپله موده پوره کړي؟


د بلوچستان د اسمبلۍ تالار
د بلوچستان د اسمبلۍ تالار

په بلوچستان کښې ناڅاپي د حکومت بدلېدو او د مسلم لیګ (ق) ‌‌‌‌‌‌ډلي د عبدالقدوس بزنجو د اعلا وزیر جوړېدو ورسته زیاتره څېړونکي وایې چې ښائ نوی حکومت تر ‌‌‌‌‌‌ډېره وخته پاته نشي.

هغه ایالت کښې د یوه شخصي ټېلیویژن د دفتر مشر او د سیاسي چارو کارپوه جلال نورزی وای سږ کال د مارچ په میاشته کښې د سېنټ ټاکني کېږي او تر پردې شاته واکمنان (اسټېبلشمنټ) نه غواړي چې دې ټاکنو کښې د نواز شریف ګوند او د هغه اېتلافیان زیاتي چوکی و ګټي او د راتلونکي حکومت لپاره سر خوږی جوړ کړي.

د پخواني حکومت اېتلافي پښتونخوا ملي عوامي ګوند او نېشنل ګوند هم ورته اندېښنې څرګنده کړي او وای اصل هدف د حکومت بدلول نه دی بلکه د دوی په وېنا ټوله لوبه دسېنټ و ټاکنو ته جوړه ده.

جلال نورزی وایې ‌‌‌‌‌‌د سېنټ تر ټاکنو وړاندي د اسمبلۍ ماتولو څخه به د سېنټ انخابات تر بلي اسمبلۍ پوري معطله کړل شي.

خو د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر زمرک خان اڅکزی او د مسلم لیګ (ق) ‌‌‌‌‌‌ډلي پارلماني مشر جعفر خان مندوخېل وای نوی حکومت به خپله موده پوره کړي او د اسمبلۍ د ماتېدو هېڅ امکان نشته، دواړو مشرانو وېلي که چېري داسې وشي نو دوی به یې مخه نیسي.

د بلوچستان په سیاسي کړکېچ او چېلنجونو بشپړه بحث په لاندیني لینک اورېدلی شی

please wait

No media source currently available

0:00 0:54:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG