لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : د شيعه زائرينو په بس چاؤدنه کې 22 کسان وژل شوي


شيعه زائرين د ايران نه بيرته کوئټې ته راروان وو او مستونگ په درينگړ سيمه کې پرې چاؤدنه وشوه .
شيعه زائرين د ايران نه بيرته کوئټې ته راروان وو او مستونگ په درينگړ سيمه کې پرې چاؤدنه وشوه .

د بلوچستان صوبې په مستونگ ضلع کې د شيعه زائرينود دوه بسونو سره نزدې شوې زورورې چاؤدنه کې 22 کسان وژل شوې او په درځنونو نور ژوبل شوي دي . د راپورونو ترمخه وژل شوؤ کې زنانه او ماشومان هم شامل دي .


د بلوچستان صوبې په مستونگ ضلع کې د شيعه زائرينود دوه بسونو سره نزدې شوې زورورې چاؤدنه کې 22 کسان وژل شوې او په درځنونو نور ژوبل شوي دي . د راپورونو ترمخه وژل شوؤ کې زنانه او ماشومان هم شامل دي .
د گل په شپه د پاکستان کړکېچ سره مخ صوبې بلوچستان د مستونگ ضلعې په سيمه کې د شيعه زائرينو بس په داسې حال کې د بمي چاؤدنې ښکار شوي ، چې زائرين د ايران نه بيرته کوئټې ته راروان وو او مستونگ په درينگړ سيمه کې پرې چاؤدنه وشوه .
د مستونگ ضلعې د اسټنټ کمشنر شفقت انور په وينا د چاؤدنې له امله په گاډو اور لگېدلی ، او 32 کسان ژوبل شوي ، چې اته زنانه هم پکې شامل دي .
د صوبې د سيکرټري اسدالرحمان گېلاني ترمخه په چاؤدنه کې نزدې 80 کلو چاودېدونکي بارودي مواد کارول شوي دي . ولې د چاؤدنې نوعيت لا نه دی مالوم ، چې ځان مرگي بريد دی که د بم په زريعه شوې ده .
د گېلاني په وينا د زائرينو دوه بسونه د سيکيورټي فورسز په حفاظت کې روان وو ، او د چاؤدنې په نتيجه کې د حفاظتې مامورينو گاډو ته هم زيان اوختی دی .
د پېښې رامنځته کېدو سره سم د امنيتي ادارو غړي او امدادي ټيمونه د پېښې ځائې ته رسېدلي ، او ژوبل کسان يې پوځي روغتون ته رسولي دي .
د راپورونو ترمخه لاقانونه گرځول شوې ډلې لشکر جهنگوي د دغه چاؤدنې پړه په سر اخستې ده . بلوچستان ايالت کې په روانه مياشت کې دا دويمه چاؤدنه ده ، 20 ورځې وړاندې د کوئټې په هزارگنجي سيمه کې د شيعه زائرينو په بس چاؤدنه شوې وه ، يو کس پکې وژل شوې او د 30 نه زيات پکې نور ژوبل شوي وو.
له دې وړاندې هم بلوچستان کې دغه رنگ پېښې رامنځته شوي ، اوشيعه زائرين چې د ايران نه بيرته کوئټي ته په لار وي د چاؤدنو او بريدونو ښکار شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG