لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : د شيعه زائرينو په بس ځان مرگي بريد کې درې کسان وژل شوي


د چارواکو په وينا ځان مرگي بريد کوؤنکي په اختر اباد سيمه کې قمبراني سړک باندې د زائرينو د بس نه د بارودو ډک گاډی تمبولی دی
د چارواکو په وينا ځان مرگي بريد کوؤنکي په اختر اباد سيمه کې قمبراني سړک باندې د زائرينو د بس نه د بارودو ډک گاډی تمبولی دی

د بلوچستان ايالت مرکزي ښارکوئټې په اختر اباد سيمه کې د شيعه زائرينو په بس ځان مرگي بريد شوی ، چې په نتيجه کې يې درې کسان مړه او دېرش نور ژوبل شوي دي . ژوبلو کسانو کې زنانه ، ماشومان او پينځه پوليس هم شامل دي .


د بلوچستان ايالت مرکزي ښارکوئټې په اختر اباد سيمه کې د شيعه زائرينو په بس ځان مرگي بريد شوی ، چې په نتيجه کې يې درې کسان مړه او دېرش نور ژوبل شوي دي . ژوبلو کسانو کې زنانه ، ماشومان او پينځه پوليس هم شامل دي .
د کوئټې د پوليس مشر ډي ائي جي سيد احمد مبين د پېښې په اړه وئيلي ، د شورو په ورځ د شيعه زائرينو نه ډک بس د ايران نه کوئټې پله راروان ؤ ، چې د اختر اباد په سيمه کې پرې ځان مرگي بريد وشو .
د چارواکو په وينا ځان مرگي بريد کوؤنکي په اختر اباد سيمه کې قمبراني سړک باندې د زائرينو د بس نه د بارودو ډک گاډی تمبولی دی . ډي ائي جي مبين وئيلي ، د پېښې د ځايې نه ورته د ځان مرگي بريدگر پېښې ترلاسه شوي دي .
د راپورونو ترمخه پېښه کې ژوبل کسان نزدې بولان ميډيکل کمپلېکس روغتون ته رسول شوي دي . او روغتون کې بيړني حالات په ځايې کړی شوي دي . روغتون کې د کومې بدې پېښې د ويرې د امنيت کلک گامونه پورته کړی شوي دي .
د پوليس چارواکو په وينا د زائرينو په بس شوې چاؤدنه دومره زوروره وه ، چې بس سره نزدې د پوليس موبائيل يې هم تباه کړی دی .
د ډي ائي جي مبين ترمخه بس باندې د چاؤدنې وروستو اوور لگېدلی ، او د اوور مړ کولو دپاره د کوئټې نه فائربريگېډ يا اوور مړؤنکي گاډي موقعې ته رسېدلي دي ، چې اوور مړ کړي .
د چارواکو په وينا د پېښې وروستو پوليس او د ملېشې ځواکونه علاقې ته رسېدلي دي . او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .
د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستې . ولې له دې وړاندې په شيعه مسلمانانو د ترسره شوؤ زياتره بريدونو زمه لشکر جهنگوي نومې ډلې قبوله کړې ده .
د شيعه مسلمانانو ډلې مجلس وحدت المسليمين د اختر اباد د پېښې غندنه کړي ، او په پېښه يې د درې ورځو د وير اعلان کړی دی .
د پاکستان کړکېچ سره مخ صوبه بلوچستان کې له دې وړاندې هم دغه رنگ پېښې رامنځته شوي دي ، او د شيعه زائرينو ايران ته تلونکو او بيرته ستنېدونکو گاډو باندې بريدونه شوي دي . او د کوئټې په هزاره تاؤن کې هم څو ځله شيعه مسلمانانو باندې حملې شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG