لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : د وسله والو بريد کې 18 ټانکرې سوځيدلي


بلوچستان : د وسله والو بريد کې 18 ټانکرې سوځيدلي
بلوچستان : د وسله والو بريد کې 18 ټانکرې سوځيدلي

نا معلومو وسله والو د خالي په ورځ دبلوچستان ايالت په ډیره مراد جمالي سېمه کې د نيټو ځواکونو دسامان وړونکو گاډو باندې بريد کړى او یو هوټل کې ولاړو 18ؤ ټينکرو ته يې اور اچولى دى. د سرچېنو له مخې په دغه پېښه کې یو تن هم ژوبل شوې دی.
پاکستان کې جنگیالي اکثره د نېټو ځواکونو لپاره د سامان وړونکو گاډو باندې حملې کوي. نېټو ځواکونو لپاره سامان اول د پاکستان ساحلې ښار کراچۍ ته رسېدو وروسته
د خيبرايجنسۍ نه د تورخم په لاره او په بلوچستان کې د سرحدی ښار چمن له لارې افغنستان ته لېږدول کېږي. دپاکستاني طالبانو غورځنگ ددغو بريدونو مسؤليت په غاړه ااخلي اؤ دړکه يې کړې ده چې دغه رقم کارروايۍ به تر هغې دوامداره وي ترڅو چې په افغانستان کې موجود غيرملکي پوځيانو لپاره دپاکستان له لارې دسامان وړلو لړۍ ختمه نۀ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG