لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د بارانونو او واورې تازه لړۍ دخلکو ستونځې زياتې کړي دي


رپورټ : حفیظ الله ستوری شیراني

د موسمياتو د رپورټ لمخه د بارانونو د اورولو هوا له ايران څخه تيره شپه و پاکستان و بلوچستان ایالت ته داخله شوې او اوس د بلوچستان په ډيرو سيمو کې بارانونه او د واورې اوريدل دوام لري .

دمحکمه موسمياتو رپورټ دی چې په کوټه، قلعه عبدالله ، قلعہ سیف الله،مسلم باغ ،نوشکي ،مکران خضدار ،نصيراباد ،قلات ، سبي ،ډيره بګټي ،هرناي ،کوهلو ،ژوب ،شيراني ،موسی خیل ،بارکهان کې به تيزه هوا ، باران او پر غرونو او رغونو واورې اوري

په قلعه او عبدالله زيارت کي تر 5 انچه پورې واره شوې ، د واورې د اوريد له کبله يخ زيات شوي ۔

په بلوچستان کي د بيړنې حالت د خوندي ساتلو د محکمې ( پي ډي ايم اې ) وياند فيصل رحيم و ډيوه ته وويل چې تر اوسه پورې لوې لارې ندي بندې شوې ، د لارو د خلاصولو بندوبست يې له پخوا کړي او د ايالت و ټولو ضلعي حکومتونو ته يې د هر قسم بيړني حالت مخه نيولو امر کړئ۔

فيصل رحيم وويل چي د بارانونو د اوريدلو له کبله د سيلابونو خطر شته ،د خلکو کورنو او فصلونو کښت کروندو ته زيان رسولئ شي ۔هغه زيات کړه تر اوسه پورې کوم لوی زيان نه دی اوښتی۔

د يوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي فيصل وويل:

“تيرو بارانونو او واورو اورښت او سيلابونو له کبله په بلوچستان کې پنځلس کسان وژل شوي او 12ټپيان شوي وو “

او هم داسي د خلکو کورو ته زيان رسيدلی او ډير ځناور وژل شوي چي تر اوسه يې لا تفصيلي رپورټ نه دې چمتو شوی ، د هغه په وينا د تفصلي رپورټ د چمتو کولو کار لګيا دی۔

له بلې خو ا د ځينو سيمو خلک شکايت کوي چي حکومت ورسره مرستې نه دي کړې او خلک د واورو له کبله بند پاتي شوي او ستونځمن شوي وو

د مسلم باغ د کنجوغي سيمې اوسيندوکي ايډوکيټ قيوم وډيوه ته وويل چي د يوې اونۍ څخه د زيات وخت تيريدلو وروستو هم د حکومت له لوري د خلکو مرستې نه دي شوې ۔

دزيارت اوسيدونکي ملک جهانګير خان وايي د ډيرو واورې په اوريدو که خوشحاله شوي دي خو زيان مند هم ډير دي ، هغه وويل چې بازارونه بند دي ، ګيس نشته ، بجلي زياتره وخت نه وي ، د اور د بلولو لرګي نشته او دحکومت لخوا مرسته ورته نه ده رسيدلې ۔

د موسمياتو د محکمې دچارواکو په وينا د وارو او بارانونو د اوريدلو دغه لړۍ به دوې ورځې لا نوره هم دوام ولري.

Recommended

XS
SM
MD
LG