لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله دیش کې توهین اسلام پرضد مظاهرو کې ١٠ کسان مړه شوي


ډهاکه کې مظاهرې د خالي په ورځ ناوخت هغه مهال شورو شوي چې مظاهره چیانو په پولیس کاڼې ویشتل شورو کړل. پولیسو په ځواب کې د ربړ گولۍ اوچلولې
ډهاکه کې مظاهرې د خالي په ورځ ناوخت هغه مهال شورو شوي چې مظاهره چیانو په پولیس کاڼې ویشتل شورو کړل. پولیسو په ځواب کې د ربړ گولۍ اوچلولې
د بنگله دیش سرښار ډهاکه کې د توهین اسلام پرضد نوي قانون په حق کې د مظاهرو په مهال د پولیس او مظاهره چیانو په نښتو کې لږ تر لږه ١٠ کسان مړه شوي دي.
ډهاکه کې مظاهرې د خالي په ورځ ناوخت هغه مهال شورو شوي چې مظاهره چیانو په پولیس کاڼې ویشتل شورو کړل. پولیسو په ځواب کې د ربړ گولۍ اوچلولې.
د بنگله دیش میډیا ویلي د واک من عوامي لیگ مرکزي دفتر سره لږ تر لږه ١٥ دیسې بمونه خلاص شوي دي.
د اړې گړې وډیو گانو کې لیدلی کیدل چې دکانونو او په درځنونو گاډې ته اور اچولی شوی وو، د ډهاکې زیاتره لارې کوڅې بندې وي او په سلگونو مظآهره چیان په لارو کوڅو ته راوتي وو.
مظاهرو کې برخه د نوي جوړ کړی شوي اسلامي تنظیم حفاظت اسلام پلویانو اخسته چې په انټرنیټ د لیکونکو یا بلاگرز په یوه ډله يي د اسلام د بې عزتۍ الزام لگولی وو.
حفاظت اسلام د ١٣ غوښتنو یو فهرست شائع کړی چې پکې د ډلې ترمخه د لادیني تعلیمي نظام د ختمولو، د سړو او ښځو په یو ځائې ناستې پاستې خلاف قانون جوړولو، هیواد کې د نوي یادگارونو په جوړولو پابندي او د زنانه ؤ د حقوقو قطع کولو مطالبې شاملې دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG