لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بنگله دیش سرښار کې ۴ تندلاري نیول شوې


بنگله دیش سرښار ډهاکه کې پولیس وائې چې څلور تندلاري يي نیولې دي

بنگله دیش کې پولیس وائې څلور تندلاري نیول شوې دي چې پکښې د غیر قانوني تنظیم جماعب المجاهدین بنگله دیش مهم غړي شامل دي. پولیسو د بم جوړولو مواد او وسله هم نیولې ده

په بنگله دیش کې چارواکي وائې چې سرښار ډهاکه کې د یوې چهاپې په وخت څلور مشکوک تندلاري نیول شوې دي.
د شورو په ورځ د پولیسو مشر نور محمد د په ډهاکه کې د څلورو تنانو د نیول کیدو تصدیق وو کړو.
هغه وویل چې دغه تنان د گل په ورځ د ډهاکې په دهانیه برخه کې نیول شوې دي.
په نیول شوو تنانو کې د غیرقانوني گرځول شوي تنظیم جماعت المجاهدین بنگله ډیش یا جی ایم بي د سر غړي شامل دي. پولیسو د یو تن ښځه هم نیولې ده.
پولیس وائې د بم جوړولو مواد او وسله یي هم نیولې ده.
یوه ورځ وړاندې پولیسو د جی ایم بي د مشر سید الرحمان د نیول کیدو تصدیق کړی. سید الرحمن د بنگله دیش تر ټولو مطلوب جنگیالی گنړلی کیدو.

XS
SM
MD
LG