لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بنګله دېش پنځو وسله والو ته د بلاګ لېکونکي د وژل کېدو په سر د مرګ سزاګانې واورولې


اوېجیت روی

په بنګله دېش کې د مذهبي تندروۍ خلاف بلاګ لېکونکي د وژنې په لړ کې یو عدالت د القاعده سره د تړلې وسلوالې ډلې پنځو غړو ته د مرګ سزاګانې اورولي دي.

د ترهګرۍ ضد د خصوصي عدالت جج یا قاضي مجیب الرحمان د نهې، سه شنبې، په ورځ خپله فېصله کې یو تن ته د عمر قېد سزا هم واوروله.

د بلاګ لیکونکي اوېجیت روی د قتل په لړ کې سزا شوي کسان د بنګله دېش د انصارالله بنګله ټیم غړي بلل کېږي.

رفيده احمد
رفيده احمد

اوېجیت روی په بنګله دېش کې زېږېدلی امریکايي شهري وو چې د خپلې مېرمن تر څنګ د کتابونو د یوې مېلې نه کور ته روان وو چې په ډهاکه کې په حمله کې ووژل شو. د هغه مېرمن رفېده احمد چې خپله هم بلاګ لیکي په حمله کې زخمي شوه او دا مهال په امریکا کې ژوند کوی.

پولیس وايي د انصارالله بنګله ټیم ډلې غړي د ۱۲ نه زیاتو بلاګ لیکونکو او فعالانو د وژنې زمه واري دي.

د اوېجیت روی د قتل په مقدمه کې په دوو نورو کسانو د هغوی په غېر موجودګۍ مقدمې وچلول شوې چې پکې د بنګله دېش د پوځ پخوان مېجر سید ضاالحق ضیا هم شامل دی. سرکاري وکیل غلام سرور خان ویلي ضیا د ډلې مشر دی او د اجیت روی د وزژنې منصوبه سازي کړې وه.

د اوېجیت روی د وژنې په اړه مقدمه د ډهاکې په هغه عدالت کې واورېدل شوه چې تېره هفته یې د یو ناشر د قتل په لړ کې اتوو وسله والو ته د مرګ سزاګانې اورولې دي. ناشر په ۲۰۱۵ کې وژل شوی او وېل کېږي چې د سېکولرازم او لادینیت یا اېتیزم په اړه به یې کتابونه چاپ کول.

د اوېجیت روی د وژنې په اړه مقدمه د ډهاکې په هغه عدالت کې واورېدل شوه چې تېره هفته یې د یو ناشر د قتل په لړ کې اتوو وسله والو ته د مرګ سزاګانې اورولې دي. ناشر په ۲۰۱۵ کې وژل شوی او وېل کېږي چې د سېکولرازم او لادینیت یا اېتیزم په اړه به یې کتابونه چاپ کول
د اوېجیت روی د وژنې په اړه مقدمه د ډهاکې په هغه عدالت کې واورېدل شوه چې تېره هفته یې د یو ناشر د قتل په لړ کې اتوو وسله والو ته د مرګ سزاګانې اورولې دي. ناشر په ۲۰۱۵ کې وژل شوی او وېل کېږي چې د سېکولرازم او لادینیت یا اېتیزم په اړه به یې کتابونه چاپ کول

د مدافعې وکیل نذرالسلام وویل د هغه موکلان به د سزاګانو خلاف اپیل کوي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي به بنګله دېش کې د ۲۰۱۳ نه تر د ۲۰۱۶ پورې د بلاګ لیکونکو، مذهبي اقلیتونو او سېکولر فعالانو په ضد یو شمېر حملې وشوې چې مسولیت یې داعش او د القاعده سره تړلو نورو ډلو منلی دی.

تر ټولو خونړۍ حمله په کال ۲۰۱۶ کې په داسې کې وشوه چې مسلح حمله کونکو د ډهاکه په یوې کېفۍ حمله وکړه چې ۲۲ کسان پکې ووژل شوو.

د دې وروسته د بنګله دېش حکومت په اقداماتو کې د ۱۰۰ نه زیات مشکوک وسله وال ووژل شوو او د سلګونو په شمېر کې نور ونیول شوو.

XS
SM
MD
LG