لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنگله دېش کې د انتخاباتو پر مهال، خونړۍ نښتې


د بنګله ديش حکومتي او پولیس چارواکي وايي په هیواد کې د واکمن ګوند او د مخالف سیاسي ګوندونو د ملاتړو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او یو شمیر نور زخمیان دي.

خو رائټرز خبري ایجنسي د مړو شمیره لس ښايي او لیکي چې د شلو نه زیات نور زخمیان دي.

دغه نښتې د اتوار/یکشنبې په ورځ په داسې کې رامنځته شوې چې په دغه هیواد کي عام انتخابات روان دي. طمعه ده چې د عوامي لیګ سره تعلق لرونکې او موجوده وزیراعظمه شیخ حسینه به په دریم ځل انتخابات وګټي، خو سیاسي مشران د درغلو تورونه لګولي دي.

د بنګله دیش ابادي ١٦٥ ملینه ده او د عام انتخاباتو په اولنې ورځ ډیر لږ خلک د رائي ورکولو لپاره راوتلي وو.

وزیراعظمي په سرښار ډاکه کې د ووټ ورکولو وروسته مطبوعاتو ته وویل چې خلک به د عوامي لیګ انتخابي نشان کښتې ته په حق کې خپل ووټ استعمالوي.

"زما باور دې چې د بنګله دیش خلک به کشتې ته ووټ ورکوي، او مونږ ته به یو بله موقع راکوي چې د دوي خدمت اوکړو او هغه ترقیاتي کارونه جاري اوساتو چې بنګله دیش د ترقي یافته هیوادنو په صف کې شامل کړو".

پخوان وزیراعظمه او د نیشنلسټ ګوند مشره خالده ضیا دا وخت د بډو رشوتو په تور په جیل کې ده او عدالت هغې ته اجازه نده ورکړي چې عام انتخاباتو کې د یو کانديد په توګه برخه واخلي.

په داسې حال کې د حکومت مخالفه ګوندونو د ٨٢ کلن کمال حسین په مشري کې سیاسي اتحاد جوړ کړی. کمال حسین د اکسفورډ یونیورسټي نه د وکالت زدکړی ترلاسه کړي او عوامي لیګ ګوند پخواني غړی وو.

ښاغلې کمال حسین وايي "ما ټولو ته په ټیلي فون ویلي چې ماته شکایتونو تر څنګ تاسو د الیکشن عملې او دهغې اعلي چارواکو او مطبوعاتو ته هم وايي څه چې تاسو لیدلي دي. نوموړی زیاته کړه مونږ هغه ټول شکایتونه راغونډه و او دغه به حکومت او الیکشن کمیشن سره شریک کوو."

داسې رپورټونه هم مخې ته راغلي چې په پولنګ سټیشنو باندې هم یو شمیر خلک ځورول شوي دي.

د هیواد ستر ښار ډاکه کې د موبایل انټرنیټ سهولت تړل شوی او په دغه ښار کې ډیر لږ خلک لیدلې کیږي ولې چې اکثره کسان خپل پلارني کلو ته ووټ استعمال په غرض ورغلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG