لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنگله ديش کارخانه کې داور له امله ١٢٠ نه زیات کسان مړۀ شوي


د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان کړاچۍ او لاهور ښارونو کې هم د جامو په کارخانو کې د اور لگیدو په نتیجه کې د ١٠٠ ؤ نه زیات کسان مړه شوې وو
د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان کړاچۍ او لاهور ښارونو کې هم د جامو په کارخانو کې د اور لگیدو په نتیجه کې د ١٠٠ ؤ نه زیات کسان مړه شوې وو
دبنگله ديش دپايخت ډهاکه سره نزدې يوه کارخانه کې دلگيدلي اور له امله ١٢١ کسان مړه شوي او په لسگونو نور ژوبل شوي دي.
دغه اور دخالي په شپه په يوه نهه پوړيزه کارخانه کې لگيدلى چې نوم يې تزرين فيشن ښودل شوى او دۀاکې په اشوليا سيمه کې موقعيت لري.
زياتره کسان داور څخه دبچ کيدو لپاره دودانۍ څخه دټوپ وهلو له امله مړۀ شوي.
تر دې مهاله دا نۀ ده په ډاگه شوې چې دغه اور څنگه ولگيدو خو وئيل کيږي چې دغه اور دودانۍ په دوهم چت کې لگيدلى او ډير زر په ټوله فيکټرۍ کې خور شو.
دفائر بريگيډ ډائريکټر جنرال بريگيډئير جنرال ابو نعيم محمد شاهدالله يو بهرني خبري اژانس سره په دغه اړه خبرو کې وئيليچې مونږ نن سحر دفيکټرۍ څخه د112ؤ کسانو مړي راويستي.
هغه وويل نن سحر مونږ دفيکټرۍ په مختلفو ځائيونو کې دلټې عمل دوامداره وساتلو.
له دې وړاندې پوليس انسکپټر مصطفيکمال وئيلي وؤ 9 کارکوونکي مړۀ شوي او 100 نور ژوبل شوي.
کمال وئيلي وؤ چې اور وژونکې عملې دوررسيدو څخه وړاندې زياتره کارکوونکو دفيکټرۍ دبرني چت نه داور څخه دځان بچ کولو لپاره ټوپونه وهلي.
بلخوا هم دبنگله ديش په چټاگانگ ښار کې ديو جوړيدونکي پل دپريوتو له امله لږ ترلږه 13 کسان مړۀ شوي او په لسگونو نور بې درکه دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG