لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ډسمبر ١٦ مه نیټه، د بنگله دیش د ازادۍ او پاکستان نه د جدائي ورځ


د بنگله دیش د جماعت اسلامي پارټۍ مشر مطیع الرحمان نظامي باندې پاکستان نه د ازادۍ په جنگ کې د انسانیت خلاف د جرمونو مقدمه شورو کړی شوې ده.
د کال ١٩٧١ راهسې د هرکال د ډسمبر د میاشت ١٦ مه نیټه بنگله دیش پاکستان نه د بیلیدو او د خپلې ازادۍ ورځ په توگه نمانځي خو پاکستان کې دا ورځ هر کال په میډیا او نورو حلقو کې دا بحثونه راتازه کوي چې مشرقي پاکستان ولې او د چا دلاسه بیل شو.
هسې خو د هاغه وخت مشرقي پاکستان د مغربي پاکستان نه د ازادۍ اعلان د کال ١٩٧١ د مارچ د میاشت په ٢٦ مه نیټه کړی وو خو په رسمي توگه بنگله دیش د کال ١٩٧١ د ډسمبر په ١٦ مه نیټه پاکستاني پوځ ته خانه جنگۍ کې د ماتي ورکولو اعلان ووکړو او دغه موجوده بنگله دیش د یو ازاد او خپل هیواد په توگه قائم شو.
د بنگله دیش د فتح په ترڅ کې د ٩٠٠٠٠ نه زیات پاکستاني پوځیان د هند په ولکه کې قید شول چې بالااخر د ١٩٧٢ د پاکستان او هندوستان ترمنځ د شمله معاهدې په نتیجه کې اداز کړی شول.
که یو خوا بنگله دیش د خپلې ازادۍ په ورځ خوشحالي نمانځي نو پاکستان کې دا ورځ مطبوعات او سیاسي حلقو کې د پخواني مشرقي پاکستان د بیلیدو په حقله بحثونه تاؤده کړي چې ولې پاکستان مات شو او مشرقي پاکستان په بنگله دیش کې بدل شو؟ ځنې حقلې پوځ او ځنې سیاسي مشران د بنگله دیش په جوړیدو گرمه وي.
پاکستان نه د بنگله دیش د بیلیدو وجوهات او حقائق معلومولو د پاره د پخواني جج حمود الرحمان په مشرۍ کې کمیشن جوړ کړی وو. مبطوعات وايي کمیشن خپل رپورټ کې چې ډیره موجوده ټپ ساتلی شوی وو د مشرقي پاکستان د بیلیدو ذمه واري په پوځ اچولې ده.
د بنگله دیش ازادي د خونړۍ خانه جنگۍ ورستو وجود کې راغلې ده چې پکې په پاکستاني پوځ په پخواني مشرقي پاکستان کې په عامو خلکو د تشدد او د زنانه ؤ سره د جنسي زیاتي الزامات لگول کیږي. بنگله دیش په ځنې خلکو د ازادۍ په جنگ کې د جنگي جرمونو مقدمې هم شورو کړې دي.
د ډسمبر د ١٦ مې نیټې په مناسبت د پاکستان د انگریزۍ ژبې ورځپاني ډان د پاکستان پوځ د یو پخواني افسر مرکه شائع کړې چې په هاغه وخت میجر وو او د پاکستاني پوځ د ماتي ورستو هندوستان کې قید کړی شو. مرکه کې دغه افسر د هندوستان په قید کې د قیدیانو سره د سلوک خبرې خو کړې خو مرکه کې دا نه دي وویل شوې چې خپله ددغه افسر او د نورو پوځي چارواکو د خپل ماتي او د مشرقي پاکستان د بیلیدو په حقله څه احساسات وو.
د بنگله دیش د ازادۍ په حقله ایبټ آباد کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال احسان محمد خان هم یو رپورټ تیار کړی تاسو يي دلته اوریدی شۍ:
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:39 0:00
Direct link
XS
SM
MD
LG