لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: بنګله دېش ته د هندي وزیراعظم د دورې خلاف ‌ احتجاج کې څلور کسان وژل شوي


د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د بنګله دېش وزیراعظمې شېخ حسینه واجد د ډهاکه په حضرت شاه جلال نړیوالې هوايي ډګر د نرندره مودي هرکلی وکړو
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د بنګله دېش وزیراعظمې شېخ حسینه واجد د ډهاکه په حضرت شاه جلال نړیوالې هوايي ډګر د نرندره مودي هرکلی وکړو

د بنګله دېش د ازادۍ په دستورو کې شرکت دپاره ډهاکې ته د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د سفر خلاف د جمعې په ورځ احتجاج کې رویټرز خبري اداره وايي د پولیس په ډزو څلور کسان وژل شوي او ګڼ شمېر زخمیان شوي دي.

نرندره مودي د جمعې په ورځ په دوه ورځني سفر بنګله دېش ته ورسېدو. هغه به پاکستان نه د بنګله دېش د ازادۍ ۵۰ کاله د پوره کېدو په لړ کې کېدوونکو مراسمو کې شرکت کوي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د بنګله دېش وزیراعظمې شېخ حسینه واجد د ډهاکه په حضرت شاه جلال نړیوالې هوايي ډګر د نرندره مودي هرکلی وکړو.

ای پي وايي نرندره مودي به د بنګله دېش د ازادۍ رهنما شېخ مجیب الرحمان د زېږدنې ۱۰۰ کاله پوره کېدلو په دستوره کې هم ګډون کوي.

ای پي وايي ډهاکې ته نرندره مودې د رسېدو وروسته د ښار مرکزي جومات بېت المکرم نه بهر د هندي وزاعظم په حق او مخالفت کې مظاهرې شروع شوې او د عېني شاهدینو ترمخه د دواړو خواو ترمنځ نښتې ختمولو دپاره پولیس د ربر ګولۍ او د اوښکو ګېس وچلولو.

ای پي وايي د نرندره مودي مخالفین په هغه د اقلیتونو او په خصوصي توګه د مسلمانانو خلاف د تعصب الزامات پورې کوي.

د عېني شاهدینو ترمخه د بېت المکرم جومات نه بهر په سلګونو خلک جمع شوي وو او د نرندره مودي مخالفینو په لاسونو کې څپلۍ راپورته کړي وې او ځینو کسانو دغه خلک منع کول او بیا د مخالفینو ترمنځ نښتې شروع شوې.

په خپل رپورټ کې رویټرز خبري اداره وايي څلور کسان په چټاګانګ ښار کې په داسې مهال د پولیس په ډزو کې ووژل شو چې د مودي د دورې خلاف احتجاج کوونکو د پولیس په تاڼه یرغل وکړو.

پولیس افسر رفیق الاسلام رويټرز خبري ته وویل په چټاګانګ کې د یو مذهبي ګوند زرګونو پلویان د جمعې د لمانځه نه پس د جوماتونو نه را ووتل او د نرندره مودي د دورې خلاف یې مظاهرې شروع کړې. هغه پولیس کله چې احتجاج کوونکو په یوه تاڼه کې ورانی شروع کړو نو پولیس د ربر ګولۍ او د اوښکو کېس وچلولو.

د چټاګانګ د پولیس یو بل افسر محمد علاوالدین وويل د ښار هسپتال ته اته په ګولو وېشتل شوي کسان وړل شوي دي چې څلورو پکې ساه ورکړه. هغه وویل په وژل شویو کسانو کې درې طالب علمان او یو درزي و.

رویټرز وویل د ډهاکې په احتجاجونو کې هم ګڼ شمېر کسان زخمیان شوي دي.

رویټرز وايي د سماجي رابطو پاڼې فېس بک او وټس اېپ چې اکثر د مظاهرو په مهال د رابطو دپاره استعمالیږي تړل شوي معلومېدل. رپورټ وايي د بنګله دېش د مواصلاتو ادارې او د فېس بک دریځ په دې اړه نه و ترلاسه شوی.

مطبوعاتو وايي د موجود بنګله دېش او د هغه وخت په مشرقي پاکستان کې د ازادۍ هلې ځلې ۵۰ کاله وړاندې د مارچ په ۲۵ نېټه د یوې پېښې نه شروع شوې.

ای پي خبري اداره په دی اړه په خپل یو جدا رپورټ کې لیکلي "د 25 مارچ کال 1971 په شپه د پاکستان پوځ د قامپاله بنګاليانو خلاف خونړی اپرېشن پيل کړو چې ډهاکه ښار او د پخواني مشرقي پاکستان نورو برخو ته وغزېد چې ازادي خوښي وځپي."

د ۲۵ مارج د دغه پېښې نه نهه میاشتې وروسته بنګله دېش د پاکستان نه جدا شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG