لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله دېش : د جماعت اسلامي مشر عبدالقادر ملا تېزندي کړی شو


بنگله دېش کې د جنگي جرمونو عدالت د جماعت اسلامي مشر عبدالقادر ملا ته د تيزندۍ سزا اورولې وه . او نن ورته تېزندي ورکړی شوه
بنگله دېش کې د جنگي جرمونو عدالت د جماعت اسلامي مشر عبدالقادر ملا ته د تيزندۍ سزا اورولې وه . او نن ورته تېزندي ورکړی شوه

د بنگله دېش حکومتي چارواکو وئيلي عبدالقادر ملا ته تېزندي د ځائې وخت د شپې په ۱۰ بجې باندې د ډهاکه په مرکزي زندان کې ورکړل شوه .

بنگله دېش کې د جنگي جرمونو عدالت د جماعت اسلامي مشر عبدالقادر ملا ته د تيزندۍ سزا اورولې وه . او نن د زیارت په شپه ورته تېزندي ورکړی شوه .
د بنگله دېش حکومتي چارواکو وئيلي عبدالقادر ملا ته تېزندي د ځائې وخت د شپې په ۱۰ بجې باندې د ډهاکه په مرکزي زندان کې ورکړل شوه .
د خبري ادارې ايسوسي اېټډ پريس د رپورټ ترمخه د بنگله دېش په پايه تحت ډهاکه کې په سلگونو کسان راجمع شوي او د عبدالقادر ملا په تېزندي کولو خوشحالۍ کوي .
د دې سره سم د عبدالقادر ملا پارټۍ جماعت اسلامي د اتوار په ورځ ټول هېواد کې د کاربنديز اعلان کړی دی .
د زيارت په ورځ د بنگله دېش سترې محکمې د عبدالقادر ملا د سزا په ضد اپيل مسترد کړی وو ، او هغه ته يې د تېزندۍ ورکولو فېصله په ځايې ساتلې وه .
عبدالقادر ملا د اتوار په ورځ د بنگله دېش د جرمونو عدالت د سلگونو خلکو په وژنه کې مجرم گرځولی وو. او هغه ته يې په ۱۹۷۱م کې د بنگله دېش د پاکستان نه د ازادۍ په جنگ کې د جرمونو په سرد تېزندۍ ورکولو د سزا فېصله اورولې وه .
عبدالقادر ملا د نهې د نيمې شپې وروستو يا د شورو په ورځ سحر وختي تېزندي کېدونکی وو . خوبيا د هغه وکيلانو د تېزندۍ د سزا خلاف د اپيل کولو دپاره د يو سينئرجج نه د هغه د سزا ځنډولو امر ترلاسه کړی وو .
د راپورونو ترمخه د زيارت په ورځ د بنگله دېش د چيف جسټس مجمل حسین په مشرۍ کې د پنځه کسيزه ججانو بنچ په خپله فېصله کې وئيلي وو ، چې د درخواست کوؤنکي د سزا په اړه کوم شک نه دی پاتې او هغه ته د تېزندۍ سزا ورکول کېدی شي .
جماعت اسلامي ډلې د نهې په ورځ خبرداری ورکړی وو. چې که ۶۵ کلن عبدالقادر ملا ته تېزندي ورکړی شوه نو په ټول هېواد کې به خانه جنگي راوپاريږي .
عبدالقادر ملا ته د د بنگله دېش يو عدالت ٫٫ انټرنېشنل کرائم ټريبيونل ،، د عمر قېد سزا اورولې وه . خو وروستو بيا سپريم کورټ د عمر قېد سزا په تېزندۍ کې بدله کړه .
عبدالقادر ملا ته د تېزندۍ ورکولو د فېصلې وروستو نيويارک کې د انساني حقونو نړيوال تنظيم هيومن رائټس واچ وئيلي وو . که عبدالقادر ملا ته د تېزندۍ د اورول شوې فېصلي بيا د سر نه د جائزې اخېستو نه بغېر هغه تېزندي کړی شو . نو په داسې کولو بنگله دېش د نړيواله قانون خلاف ورزي کوؤنکی گرځول کېدی شي .
د بنگله دېش وزيراعظمې شېخ حسينه واجد په کال ۲۰۱۰م کې د دې دپاره خصوصي ټريبيونل جوړ کړی وو . چې دغه عدالت به د هغې خلکو د مقدمو اورېدنه کوي چا چې د بنگله دېش د ازادۍ په جنگ کې د پاکستاني پوځ مرسته کړی وه ، او د بنگله دېش مخالفت يې کړی وو.
د راپورونو ترمخه عبدالقادرملا ته په داسې حال کې تېزندي ورکړی شوه ، چې د يوې مياشتې نه په کمه موده کې بنگله دېش کې عام انتخابات کېدونکي دي .
د بنگله دېش يو عدالت د ۱۹۷۱م په جنگ کې د پاکستاني پوځ د مرستې په سر په جماعت اسلامي باندې بنگله دېش کې په عامو انتخاباتو کې په برخه اخيستو بندېز لگولی دی .
د بنگله دېش حکومت وايې د کال ۱۹۷۱م په جنگ کې درې ملينه کسان وژل شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG