لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د بنگله دېش د ترهگرۍ ضد عدالت اووه وسله والو ته د مرگ سزا واوروله


د کال ٢٠١٦ د جولايي په لومړۍ نیټه د ډهاکې په یو رېسټورانټ د وسله والو په حمله کې ٢٢ کسان ووژل شو چې زیاتره غیرملکیان وو. حمله کوونکو په رېسټورانټ کې موجود کسان لومړی یرغمل کړل او بیا یې د ١٢ گنټو په مهال ووژل

د ترهگرۍ خلاف د بنگله دېش یو خصوصي عدالت د جماعت المجاهدین نومې وسله والې ډلې اووه غړو ته په سرښار ډهاکه کې په یو رېسټورانټ حمله کې د ککړتیا سر د مرگ سزا واوروله.

سرکاري وکیلانو خبریالانو ته وویل د وسله والو خلاف الزامات په کره توگه د ثابتېدو وروسته عدالت دوی ته سزاگانې واورولې.

په مقدمه کې ککړ اتم تن بري کړی شو.

د کال ٢٠١٦ د جولايي په لومړۍ نیټه د ډهاکې په یو رېسټورانټ د وسله والو په حمله کې ٢٢ کسان ووژل شو چې زیاتره غیرملکیان وو. حمله کوونکو په رېسټورانټ کې موجود کسان لومړی یرغمل کړل او بیا یې د ١٢ گنټو په مهال ووژل. په وژل شویو کسانو کې نهه د اټلي، اووه د جاپان، یو امریکايي او یو د هندوستان شهري و. د پوځ خصوصي کمانډو عسکرو پنځه حمله کوونکي هم ووژل.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ سزا شویو وسله والو په اړه د عدالت چارواکو وویل دوی د حملې په سازش جوړولو کې ککړ وو

په رېسټورانټ حمله کوونکي وسله وال د جماعت المجاهدین ډلې وو. دغه ډله وايي په بنگله دېش کې شریعت پرځای کول غواړي.

XS
SM
MD
LG