لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په بنگله دیش کې روهینگیا ماشومان ورکیدل یوه سنگینه مسله ده


په بنگله دیش کې د روهینگیا کډوالو کېمپونو کې ماشومان د قاچاقبرو نه ساتلو لپاره د مایکرو فون دلارې خبرداری ورکول کیږي.

په کوټاپالونګ کډوالو کېمپ کې دغسې عارضي مرکز د تیرو دوو میاشتو راهسې د ماشومانو د خوندي ساتلو لپاره هلې ځلې کوي.

د بی درکه ماشومانو د موندلو لپاره دا ځای د تیرو دوو میاشتو راهسې کار کوي او هم دې کېمپ یو وګړي نظیر احمد جوړ کړی دی او تر دې دمه یې نزدي ۱۸۰۰ بی درکه ماشومان د خپلو میاندو پلرونو سره یو ځای کړي دي.

نظیر احمد واي "اوس راغلي روهنګیا خلکو لپاره دا هر څه ډیر نوي دي. دوي ټول د خپلو کورونو نه لږ لرې تلو سره بې درکه شي که څوک داسې بې درکه ماشوم ويني نو دوي ته یی راولي."

دی وايي هره ورځ اعلانونه کوي ځېني وختونو کې پریشانه شي چې اصل والدین به کله هم ونه مومي. نظیر احمد واي کله چې دا بې درکه ماشومان خپلو کورنیو سره یوځای شي نو ډیره خوشالي محسوسوي.

کله چې د تهومس رایټرز فاونډیشن غړي دغه ځای ته ورغلو نو محمد خان نومې تن یو ماشوم راوستو.

دا ماشوم ېې د سړک په غاړه په ژړه موندلی و. دلته یې راوستو او څه خوراک یی ورکو.

محمد خان هیله لري چې د اعلان سره به د دې ماشوم والدین پیدا شي خو که چرې پیدا نه شو نو دی وایي ټول عمر لپاره به د دغه ماشوم ذمه واري اخلي.

خوش بختانه د ماشوم مور پلار دغه اعلان واوریدو او راغلل او دغه ماشوم د خپل مور پلار سره یو ځای شو.

ملګرو ملتونو خپل وروستي راپور کې ویلي د بنګله دیش سویلي برخو کې موجود دې بې کچه ډک کامپونو کې ا د انساني قاچاق برو شبکې ډیرې فعاله دي چرته تیرو دوه میاشتو کې د میانمر نه ۶ لکهه نور کډوال راغلي.

بنګله دیش کې د یونیسیف چارواکي جین لیبي اندیښنې څرګندوي چې دې کامپونو نه ماشومان غټو ښارونو کې د کور د کارونو لپاره تختولی شي.

میرمن لیبي واي د کور د کارونو لپاره انساني قاچاق یو ډیر خطرناک رجحان دی.

د دې ځای منتظم احمد د قاچاق برو له وجې د ماشومانو نومونه نه څرګندوي- د ماشوم پیژندګلو لپاره مور پلار باید د ماشوم نوم په صحي توګه واخلي او ماشوم هم باید خپل مور پلار وپېژني-

د بنګله دیش دې کامپونو ته راتلونکي ۱۰ کډوالو کې ۶ ماشومان وي-

نور عالم هم د خپلي ۶ کلنې لور په لټون کې په ګرد کامپ کې وګرځیدو- دی واي ډیر

فکر مند دی- چې لوریی چا خرڅه کړي نه وي- نور عالم واي ورته خلک واي داسې کیږي نو دی هم فکر کوي داسې به شوي وي.

کامپ کې د انساني قاچاق برو اندیښنو وهلی نور عالم خوش بخته دی چې دري ورځو لټون وروستو یی خپله لور فاطمه د کوټوپالونګ په يوه کوڅه کې په ژ اره وموندله.

XS
SM
MD
LG