لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بان کې مون : پاکستان دې د تېزندۍ د سزا عمل ودروي


وياند زياته کړې د پاکستان وزيراعظم د ملگرو ملتونو سرمنشي ته باور ورکړی ، چې د ټولو قانوني تقاضو احترام به کولی شي .
وياند زياته کړې د پاکستان وزيراعظم د ملگرو ملتونو سرمنشي ته باور ورکړی ، چې د ټولو قانوني تقاضو احترام به کولی شي .

د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ته وئيلي ، چې مجرمانو ته دې د تېزندۍ ورکولو سلسله ودروي ، او د مرگ په سزا دې بيرته بندېز ولگوي .

د نړيوالې ادارې يو وياند اسټېفن ډوجارک ترمخه بان کې مون د جمعې په ورځ نوازشريف سره په ټيليفون خبري کړي ، او د تېزندۍ د بنديز په سزا د بندېز يي ورته وئيلي دي .

د خېبرپښتونخوا صوبې سر ښار پېښور کې په ارمي پبلک سکول د خونړي بريد چې پکې د ۱۳۳ ماشومانو په گډون ۱۴۹ کسان وژل شوي وو ، د هغې وروستو د پاکستان حکومت د ترهگرۍ په پېښو کې ککړو مجرمانو ته اورول شوې د پهانسۍ سزا عملي کړې ، او تراوسه پورې شپږ ملزمان تېزندي کړی شوي دي .

د ملگرو ملتونو د وياند ترمخه بان کي مون او د پاکستان وزيراعظم په ٫٫ جمهوريت ، د قانون په سرلوړۍ ، ازادې عدليي او د پاکستان د اولس د غوښتنو د احترام ٬٬ اعتراف کړی دی .

وياند زياته کړې د پاکستان وزيراعظم د ملگرو ملتونو سرمنشي ته باور ورکړی ، چې د ټولو قانوني تقاضو احترام به کولی شي .

پاکستان کې د کال ۲۰۰۸م راهسې چاته پهانسي نه وه ورکړی شوې ، خو د پېښور په سکول د بريد وروستو حکومت د پهانسۍ ورکولو د سزا عملي کولو پرېکړه کړې ده .

د حکومت لخوا په دغې پرېکړې د انساني حقونو ځايي او نړيوال تنظيمونه ټکونه کوي ، او غوښتنه کوي چې دغه فېصله دې بيرته واخيستل شي .

ولې د پاکستان د حکومتي چارواکو سره د قانوني او سماجي طبقو سره تعلق لرونکو دريز دی ، چې د قانون لاندې دې سزاوار انجام ته ورسول شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG