لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جاني خېلو احتجاج په بنو کې ودرول شوی، منظور پشتین او محسن داوړ پولیسو نیولي 


د جاني خېلو احتجاجي مظاهره
د جاني خېلو احتجاجي مظاهره

د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعې په جاني خېلو کې د څلورو هلکانو د وژنې خلاف احتجاج کوونکو د څلورو مړو سره پایه تخت اسلام اباد ته د احتجاج لپاره د تلو فېصله کړې خو د سیمې نه رارسېدلي رپورټونه وايي احتجاج کوونکي بنو ته د داخلېدو نه ودرولی شوي.

د تیرو اتو ورځو راهسې په جاني خېلو کې د احتجاج کولو وروسته دغه احتجاج کونکو اسلام اباد ته سره د څلورو هلکانو د مړو د لاریون فیصله کړې وه او تیره ورځ‌ د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتین هم د دغه احتجاجي لاریون سره اسلام اباد ته د تلو اعلان کړی وو.

د پښتون تحفظ مومنټ یو مشر عبداالله ننګیال نن په ټویټر وېلي چې د کوهاټ پولیسو د تحریک مشر منظور پښتین ودرولی او محسن داوړ د کرک پولیسو نیولی او نامعلوم ځای ته یې وړی دی.

بلخوا په ټولنیزو رسنیو د پي ټي اېم د غړو لخوا دا دعوه هم شوې چې د کرک پولیسو د پي ټي اېم یو بل مشر او د شمالي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړی محسن داوړ نیولی او کوهاټ ته یې وړی دی.

پولیسو تر اوسه د محسن داوړ او منظور پشتین د نیولو پخلی نه دی کړی.

د خېبرپښتونخوا د اعلا وزیر د انفارمېشن ټېکنالوجي سلاحکار بیا په ټوېټر وېب پاڼه باندې ویلي د درې صوباي وزیرانو په شمول څلور کسیزه ډله د احتجاج کوونکو سره خبرو اترو لپاره بنو ته رسېدلې.

نن په سوشل میډیا خپرو شوو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې ګڼ شمېر پېدل او په ګاډو کې ناست احتجاج کوونکو تورې پټې په لاسونو تړلي او په دغه احتجاج کې برخه اخلي.

د پښتون تحفظ مومنټ مشر منظور پشتین تېره ورځ په فېسبک د نېغ په نېغه خبرو په وخت د بنو د احتجاج او اسلام اباد ته د احتجاجې لاریون ملاتړ کړی وو او په ټولو سیاسي طاقتونو باندې یې ددې د مرستې کولو غږ کړی وو.‌

د بنو په جاني خېلو کې د څلورو تنکیو هلکانو مړي د مارچ په 22تمه نېټه باندې موندلی شوي وو چې عمرونه يې د 12 نه د 18 کلونو پورې وو. د احتجاجي پرلت يو مشر امان الله وايي دوی د دغه پېښې عدالتي پلټنې غواړي. نوموړي وېلي تراوسه يې حکومت غوښتنې نه دې منلي.

احتجاج کوونکو ډیوه ته وېلي ددوي په علاقه کې په کال 2009 کې د وسله والو تندلارو خلاف پوځي عمليات شوي خو په علاقه کې بيا هم د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي او غوښتنه یې کړې چې په علاقه کې دې د ښه او بدو وسلوالو فرق ختم کړی شي.

د خېبرپښتونخوا د ټرانسپورټ وزير شاه محمد خان ویلي د وزيراعلی په استازيتوب د څلورو ورځو راهسې د احتجاج کوونکو سره ناست دی. نوموړي وېلي د دوی غوښتنې جايز دي او زیاته کړې پکار ده چې رياست يې ومني او هغه دغه غوښتنې د وزيراعلی سره شريکې کړي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG