لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باړه : بمي چاؤدنه کې درې کسان وژل شوي دي


باړه : بمي چاؤدنه کې درې کسان وژل شوي دي
باړه : بمي چاؤدنه کې درې کسان وژل شوي دي

د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دباړې تحصيل په بر قمبر خيل نومې کلي کې ترسره شوې بمي چاؤدنه کې لږ ترلږه درې کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
چارواکي وائي بم په موټر کې ايښودل شوى ؤ چې دچاؤديدو له امله يې درې مسافر وژل شوي اودوه لاروي وژل شوي دي.
چارواکي وائي دغه چاؤدنه دخيبرايجنسۍ په برقمبرخيل نومې کلي کې په يو روان ګاډي کې شوې ده.
دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ شفيرالله خان يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل بم په يو موټر کې ايښودل شوى ؤ چې دچاؤديدو له امله يې درې کسان وژل شوي او دوه لاروي ژوبل شوي دي.
په خيبرايجنسۍ کې وړاندې څو څو ځله دامنيتي ځواکونو لخوا دمقامي تندروه ډلې لښکراسلام دجنګيالو ترڅنګ دتندلارو په ضد عمليات هم ترسره کړي دي.
دشورو په ورځ دخيبرپښتونخوا سرښار خواؤشا سيمې بډه بيره کې هم يوه موټري بم چاؤدنه کې لږ ترلږه لس کسان وژل شوي وؤ او دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين دغه چاؤدنه په قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو غبرګون ګرځولى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG