لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې وس تکړه بېټسمېن ولې نه پېدا کېږي؟


د پاکستان د ټېسټ کرکټ تر ټولو غوره لوبغاړی یونس خان وايي چې پاکستان ته د تېرو څو کلنو راهسې یو ښه بېټسمېن ځکه نه تر لاسه کیږي چې د نوو لوبغاړو په لوبډله کې سمه روزنه، نه کیږي.

هغه د پاکستان د یو شخصي ټي وي جیو سره دخبرو په مهال وویل د کرکټ په لوبه کې د قسمت کردار شته دی خو محنت پکې هم ډېر پکا ر دی.

ښاغلي خان نوو ځملیو ته مشوره ورکړه چې د کرکټ دلوبې غوره تکنيک په سختو حالاتو کې خپل اعصاب په قابو کې ساتل دي.

هغه د سري لنکا د پخواني تکړه بالر مورلي دهرن د بالينگ ستاینه هم وکړه. یونس خان وویل چې د ډېرو تکړه بالرانو په ضد یې لوبه کړې خو د مورلي په شان بالر یې نه دی ليدلې.

ښاغلی خان یواځينی لوبغاړی دی چې د نړۍ دهر ټېسټ کونکي هیواد په ضد یې سليزه کړې ده.

هغه ١١٨ ټېسټ میچونو کې ١٠٠٩٩رنزونه، ونډی کې ٧٢۴٩ او په ټي ټوینټي کې ۴۴٢ رنزونه کړي دي.

یونس خان دا وخت د ټېسټ، ون ډی او ټي ټوينټي کرکټ څخه ریټایرډ شوی دی. د هغه د پاکستان د ټي ټوينټي د کپتانۍ په مهال پاکستان نړیوال کپ هم گټلی وو. یونس خان زیاتره لوبه په کراچۍ ښار کې کړې ده خو د هغه تعلق د پښتونخوا د مردان سيمې سره دی.

XS
SM
MD
LG