د امریکې د دفاع وزير لوېډ اسټين د خالي/ شنبې په ورځ د لوړ پوړو امنیتي چارواکو غونډې ته ويلي، په ايشيا پسيفک سيمه کې په چټکتيا سره د کړکېچ سېوا کېدو باوجود د چين سره جګړه نه نزدې او نه د امکان وړ يا لازمي ده، نوموړي د خپل چينايي سيالي سره د نوو خبرو په اهميت ټينګار کړی چې ناسم حساب او غلط فهميانې لرې کړل شي.
اسټين دغه خبره په سنګاپور کې د شنګريالا دفاعي فورم په څنډه کې د چين د دفاع وزير ډون جون سره د يو ساعت يا يوې ګهنټې نه زياتو خبرو اترو وروسته کړې ده.
د دواړو هيوادونو د دفاعي مشرانو ترمنځ د کال 2022 وروسته په لومړي ځل مخامخ خبرې شوي دي.
له دې وړاندې د امریکې د استازو د اېوان د پخوانۍ سپيکرې نېنسي پلوسي د تايوان د سفر په وخت بيجنګ راپارېدلی او د امریکې او چين د پوځ ترمنځ اړيکې قطع شوې وې.
خو د امریکې د دفاع وزير په سنګاپور کې د لوړ پوړو امنيتي چارواکو غونډې ته په وينا کې د خپل چينايي سيال سره د نوي سره په خبرو ټينګار کړی دی.
لايډ اسټين د چينايي سيال سره د خبرو نور تفصيل نه دی ویلي، خو زياته کړې یې ده مهمه خبره دا ده چې "مونږ دواړه بيا خبرې کوو، او څو پورې چې مونږ خبرې کوو مونږ به د هغو مسلو په ګوته کولو جوګه يو، کومې چې د پرېشانۍ دي".
نوموړي ويلي، "مونږ د ناسمو تصوراتو او غلطو اندازو د مخنيوي دپاره خنډان ودرولي دي او دا هغه وخت کېدی شي چې کله د يو بل سره خبرې کيږي".
امریکا د ازاد او خلاص ايشيا پيسفک نظريې راپورته کولو دپاره د خپلو اتحاديانو سره په ګډه په سيمه کې پوځي تمرينونه سېوا کوي.
چين په امریکا تور لګوي، چې اقتصادي او پوځي قوت یې په نامناسبه توګه د ودرولو هڅې کوي.
( د خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي)
Forum