لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برلن : د امريکائي عسکرو د بس دننه ډزې، دوه تنه مړۀ


برلن : د امريکائي عسکرو د بس دننه ډزې، دوه تنه مړۀ
برلن : د امريکائي عسکرو د بس دننه ډزې، دوه تنه مړۀ

پوليس وائي دجرمني په فرينکفرټ ائرپورټ کې په امريکائي پوځيانو ډزې شوې چې له امله يې ديو امريکائي عسکر په شمول دوه کسان وژل شوي دي.
پوليس وائي دغه پيښه په بس کې رامينځته شوې او ډزې کوونکى تن نيول شوى او دهغه عمر 21 کاله دى.
دامريکا پوځي چارواکي وائي دغه بريد په فرينکفرټ ائرپورټ کې په هاغه بس ترسره شوى چې پکې امريکائي عسکر ناست وؤ او دامريکائي چارواکو په وينا په دغه بريد کې يو عسکر وژل شوى، خو دفرينکفرټ پوليسو وينا ده بريد کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي، هغوي په دغه حقله نور تفصيلات نۀ دي ورکړي.
چارواکي وائي په دغه بريد کې يو امريکائي عسکر او دبس ډرائيور وژل شوي او دوه کسان نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو يو وياند وائي دډزو دغه پيښه په بس کې دننه رامينځته شوې ده.
امريکا په فرينکفرټ سيمه کې زياتې پوځي اډې لري او دغه اډې زياتره وخت په افغانستان کې دعملياتو لپاره دلوجيسټکي مرکز په توگه کارول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG